د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د شریعت پر ځای له امریکا سره هوکړه طالبانو ته زیات اهمیت لري


د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني وايي چې طالبانو د سولې په خبرو کې دشریعت پر ځای له امریکا سره توافق لیک ته زیات اهمیت ورکړی دی.

ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ (لړم ۸) په کابل کې د مولود شریف د لمانځلو په مراسمو کې خبرې کولې له طالبانو څخه وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او شرعي احکام د سولې د خبرو د اساس په توګه ومني.

هغه وویل: "هغو خلکو چې دعوا کوله چې شل کاله په دین باندې درېدلي، نن وايي نه، د امریکاییانو پیمان او هغه هم چې مفاهمه ده دوی (طالبانو) ته د قران شریف له احکامو او شریعت څخه زیات اهمیت لري...راشئ زمونږ له علمای کرام سره خبرې وکړئ".

د حنفي فقې په اساس د سولې په مذاکراتو کې د احتمالي لانجو حلولو او د امریکا-طالبانو ترمنځ د دوحې د توافق په اساس د سولې د خبرو پرمخ وړل د بین‌الافغاني مذاکراتو د تګلارې په جوړولو کې د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت او طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ دوه عمده اختلافي مسایل بلل کېږي.

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی وايي چې د طالبانو د وړاندیز له مخې د دواړو لوریو له خوا کوچنیو ډلګیو ته دنده سپارل شوې ترڅو دغو اختلافي مسایلو ته د حل لارې پیدا کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۲ (وږي ۲۲) د قطر په پلازمینې دوحه کې پیل شول، خو د مذاکراتو لپاره د تګلارې په جوړولو کې اختلافات دغه مذاکرات له خنډ سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG