د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: لنډ مهاله حکومت ستونزه نشي هوارولی


 افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم مخکې ویلي و چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.
 افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم مخکې ویلي و چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د «لنډ مهاله حکومت» په اړه وروستیو بحثونو ته په اشاره وايي چې «لنډ مهاله حکومت» د افغانستان ستونزه نشي هوارولی.

هغه نن سې شنبه فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۱) په سپېدار ماڼۍ کې د رسنیو کمېسیون پرانیستې په مراسمو کې وویل چې «لنډ مهاله حکومت» هدف نه دی او په وینا یې هدف دا دی چې د خلکو برخلیک باید د خلکو د رایو په اساس وټاکل شي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس زیاته کړه: "هېڅ داسې یو تجربه نشته چې د لنډ مهاله حکومت په رامنځته کېدو سره دې سوله راشي. دا چې څو کسان د لنډ مهاله حکومت وړاندیز کوي، زما په اندا داسې یو حکومت ستونزه نشي هوارولی."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال او د طالبانو د سولې د مذاکراتي ټېم غړي شیرمحمد عباس ستانکزي څو ورځې مخکې په مسکو کې خبریالانو ته وویل: "که نن ورځ اشرف غني له جګړې څخه لاس واخلي او و وايي چې استعفا کوم او د سولې لپاره قرباني ورکوم، موږ هم د یو نوي حکومت لپاره خبرو ته چمتو یو... په همدې خاطر هم مذاکرات کوو."

خو د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، که چیري طالبان له کوم ځانګړي شخص سره ستونزه ولري دا د منلو نه ده. هغه زیاته کړه چې د قضیې طرف باید افغانستان ولس وي.

نوموړي زیاته کړه چې وسله والو طالبانو د خبرو مېز پریښی دی او کوم کسان چې پاتې دي د خبرو پر مخ وړلو سره مرسته نشي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرو له پیلېدو سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او غړو یې د سیمو هیوادونو ته سفرونه پيل کړي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

XS
SM
MD
LG