د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: طالبان خبرې نکوي او ځانونه یې په سفرونو بوخت کړي


ښاغلي عبدالله د طالبانو په سفرونو انتقاد کړی
ښاغلي عبدالله د طالبانو په سفرونو انتقاد کړی

د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د دوهم پړاو مذاکراتو د پیل پر ځنډېدو انتقاد کړی او وایي چې طالب پلاوی د مذاکراتو پر ځای په سفرونو او «حاشیه ای بحثونو» مصروف دی.

ښاغلي عبدالله د مذاکراتو نه پیلولو په اړه د طالبانو پلاوی په بهانه جوړولو تورن کړی او وايي چې افغانستان کې یې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

نوموړي ویلي: "په دې باور یو چې د افغانستان قضیه لومړی په افغانانو پوري اړه لري او موږ باید د جګړې پای ته رسېدو او ورور وژنې په اړه له یو بل سره کښینو، د اسلام مبارک دین د لارښوونې او دیني ارشاداتو په اساس او نړیوالو عرف او قوانینو او د هیواد د لویو ګټو په نظر کې نیولو سره خپل ستونزه یو سیاسي حل ته د رسېدو په هدف هواره کړو."

د مصالحې شورا رئیس په دوحه کې د سولې مذاکرات د افغانستان د ستونزې هواري لپاره یو استثنايي فرصت بللی او زیاته یې کړې ده چې طالبان باید له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.

په همدې حال کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یو طالب پلاوي مشرۍ د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته تللی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ترکمنستان ته د ملا برادر سفر د هغه هیواد په رسمي بلنه تر سره کیږي.

نوموړي زیاته کړې چې ټاکل شوې دغه طالب پلاوی د ترکمنستان له چارواکو سره د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو او سیاسي تحولاتو په اړه خبرې وکړي.

دا په شااوخوا دوو میاشتو کې د سیمې هیوادونو ته د طالبانو د سیاسي دفتر د استازو څلورم سفر دی. په دغه موده کې یې پاکستان، ایران، روسیې او ترکمنستان ته سفرونه کړي دي.

د ترکمنستان هیواد تر دا مهاله هغه هیواد ته د طالب پلاوي د سفر په اړه تبصره نه ده کړې.

د سیمې هیوادونو ته د طالب استازو سفرونه پر داسې مهال تر سره کیږي چې د شااوخوا درې اونیو راپدېخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ دوحه کې بین الافغاني مذاکرات درېدلي دي او دواړه لوري د مذاکراتو د اجنډا پر جوړولو او ترتیب نه دي توانېدلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله ترکمنستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG