د لاس رسي وړ اتصالات

محب: طالبان هره ورځ افغانان وژني، سوله نغواړي


محب: که چیري طالبان د سولې خبرو ته حاضر نشي حکومت د افغانستان دفاع ته چمتو دی.
محب: که چیري طالبان د سولې خبرو ته حاضر نشي حکومت د افغانستان دفاع ته چمتو دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي افغان حکومت د سولې لپاره لار خلاصه کړې، خو وايي چې وسله وال طالبان سوله نه غواړي.

نوموړي نن شنبه فبرورۍ شپږمه (سلواغې ۱۸) په کابل کې د لوړپوړو امنیتي چارواکو په کنفرانس کې وویل چې هغوی (طالبان) د سولې مانع دي.

حمدالله محب زیاته کړه: "ولسمشر د سولې مانع نه دی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د مذاکراتو لپاره دوحه کې حاضر دی، زندانیان یې خلاص کړل، هر مسؤلیت چې جمهوریت ته متوجه کېدای نه یوازې رئیس جمهور بلکې ټول نظام همکاري وکړه او د سولې لپاره یې لاره خلاصه کړه، څوک چې د سولې مانع دی طالب دی، نه مذاکره کوي، نه سوله غواړي، هره ورځ د افغانانو وژلو ته لاس اچوي."

محب وويل طالبان د واک تر لاسه کولو لپاره د نظام سقوط کول غواړي.

هغه زياته کړه چې د سيمې هيوادونو افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښمن دي او په وینا یې طالبانو ته یې «قاطع» ځواب ورکړی چې سولې ته حاضر شي.

نوموړي زیاته کړه هېڅ څوک حاضر نه دی چې په افغانستان کې د هغه په وینا «طالباني نظام» ومني: "د سیمې هیڅ هیواد هغه امارت چې طالبان یې غواړي ملاتړ نه مني.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار همدارنګه وویل که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نشي حکومت د افغانستان دفاع ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د شاوخوا درې اونیو راپدېخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ دوحه کې بین الافغاني مذاکرات درېدلي دي او دواړه لوري د مذاکراتو د اجنډا پر جوړولو او ترتیب نه دي توانېدلي.

د طالبانو سفر

بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یو طالب پلاوي مشرۍ د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته تللی دی. ټاکل شوې نوموړی د هغه هیواد له چارواکو سره وګوري.

تیره ورځ د افغانستان د ملي مصالحې شورا د دوهم پړاو مذاکراتو د پیل پر ځنډېدو انتقاد کړی او ویلي دي چې طالب پلاوی د مذاکراتو پر ځای په سفرونو او «حاشیه ای بحثونو» مصروف دی.

د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د مذاکراتو نه پیلولو په اړه د طالبانو پلاوی په بهانه جوړولو تورن کړی او زیاته کړې ده چې د ددغه ډلې وسله والو په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

طالبانو بیا پخپلې تازه تبصره کې ویلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت اعتبار نه لري او پر ځای باید نوی اسلامي حکومت رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG