د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوله؛ عبدالله د "سیمه‌ییزې اجماع جوړولو" لپاره هند ته لاړ


نوموړی تېره اونۍ پاکستان ته تللی و
نوموړی تېره اونۍ پاکستان ته تللی و

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سه شنبه اکتوبر شپږمه (تلې ۱۵) هند ته ولاړ.

هغه تېره اونۍ پاکستان ته هم تللی و.

چارواکي وايي‌ چې ښاغلی عبدالله به په دې څلور ورځني سفر کې د هند له صدراعظم، جمهور رئيس، د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت شورا سلاکار او یو شمېر نورو هندي چارواکو وویني.

هغه له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې او په ځانګړې توګه د قطر مذاکراتو او له دغه بهیر څخه د سیمه‌ییز ملاتړ د راجلبولو په اړه خبرې وکړي.

عبدالله عبدالله هند ته له تلو وړاندې په کابل کې خبریالانو ته وویل: "د هند جمهوري دولت د افغانستان له ستراتيژکو ملګرو څخه دی... او موږ په افغانستان او سیمه کې د سولې او ټیکاو په رامنځ ته کولو کې د هند رول مهم ګڼو."

ښاغلي عبدالله دغه راز وویل چې نوموړی د هند په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر کوي.

ښاغلي عبدالله د افغان سولې له بهیر څخه د سیمه‌ییز ملاتړ د راجلبولو لپاره د خپلو سفرونو لړۍ تیره اونۍ له پاکستان څخه پیل کړه او د هغه هېواد له لوړ پوړو دولتي چارواکو سره یې په افغانستان او سیمه کې د سولې د ټینګېدو په تړاو خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله په داسې مهال هند ته تللی چې د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په قطر کې او هلته یې له چارواکو، د افغان دولت د سولې له مرکچي پلاوي او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې لیدلي دي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې امریکا د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه یې غوښتي چې په دې برخه کې ورته چلند وکړي.

XS
SM
MD
LG