د لاس رسي وړ اتصالات

محب: د سولې خبرو کې د دوو لسیزو په لاسته راوړنو معامله نه کېږي


حمدالله محب
حمدالله محب

د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې د مذاکراتو له پیلېدو یوه ورځ وروسته، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې په دغو مذاکراتو کې به د تېرو ۱۹ کلونو په لاسته راوړنو معامله ونشي.

ښاغلي محب د افغانستان د ولسي جرګې له رئيس میر رحمان رحماني او یو شمیر وکیلانو سره په لیدنه کې ویلي چې افغان حکومت به د دغو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د ښځو او بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن پاتې شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۳) په یو بیان کې د ښاغلي محب له قوله ویلي: "افغان دولت په هیواد کې د سولې د ټینګښت په موخه ټول اړین ګامونه اخیستي او اوس د دې وخت دی څو طالبان هم ثابته کړي، چې په افغانستان کې سوله غواړي او د دې هدف لپاره باید واقعي ګامونه واخلي او د هیواد شته ارزښتونه ومني".

د افغان سولې د مذاکراتو د پیل د پرانیستلو غونډه تېره ورځ په قطر کې وشوه چې په کې اکثرو ګډونوالو د تېرو دوو لسیزو پر خوندي ساتلو ټینګار وکړ.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانانو ژوند زیات بدلون موندلی او "تېر وخت ته بیرته ورتګ دوی ته د منلو وړ نه دی".

همدا شان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هیله څرګنده کړه چې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو مرکچي پلاوي د افغانستان د دوو لسیزو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پرمختګونه خوندي وساتي او ورته وده ورکړي.

XS
SM
MD
LG