د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالسلام ضعیف: په پاکستان هیڅکله باور نشي کیدای


په اسلام آباد کې د طالبانو د رژیم سفیر او پخواني طالب چارواکي نن پنجشنبه د ( اکټوبر ۳ – د تلې۱۱ ) امریکا غږ ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې پاکستان د باور وړ هیواد ندی.

ښاغلي ضعیف زیاته کړه چې که څه هم پر هغه هیواد باور نشي کیدای خو افغانان او طالبان باید په دقت سره پر مخ ولاړ شي او کوم غلط سیاسي قدم وانخلي.

خو نوموړي دا هم وویل چې پاکستان د افغانستان ګاونډی هیواد دی او که په سیمه ایز تفاهم کې موافقه ورسره کیږي او ضرر یې دفع کیږي نو دا به ډیر مثبت ګام وي.

عبدالسلام ضعیف پاکستان ته د طالبانو د مشرانو او زلمي خلیلزاد تازه سفر په اړه وویل چې طالبانو په رسمي ډول د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه ددې ډلې او امریکا ترمنځ د خبرو د دریدو وضاحت غوښتی دی.

عبدالسلام ضعیف
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:02 0:00

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یو بیان کې وئیلي وو چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي په اسلام‌ آباد کې له شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهه پړاوه اوږدې خبرې، چې په کې دواړه خواوې توافق ته نږدې شوې وې، شاوخوا درې اونۍ مخکې د امریکا د ولسشمر، ډانلډ ټرمپ له خوا لغوه شوې.

ښاغلي ټرمپ دغه پریکړه وروسته له هغې وکړه چې په کابل کې د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې یو بهرنی او شاوخوا ۱۱ افغانان ووژل شول .

XS
SM
MD
LG