د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ پریمیر لیګ د جمعې په ورځ پیلیږي


په لیګ کې پنځه لوبډلې دي
په لیګ کې پنځه لوبډلې دي

د افغانستان د کرکټ پریمیر لیګ د جمعې په ورځ (اکتوبر۵) په متحدو عربو اماراتو کې پیلیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ لومړنی لیګ به د شارجې په لوبغالي کې پرانیستل شي.

په دغو سیالیو کې پنځه ټیمونه کابل(ځوانان)، بلخ (قهرمانان)، ننګرهار( پړانګان)، پکتیا( زمریان) او کندهار (اتلان) شامل دي.

د افغانستان د کرکټ پریمیر لیګ کې د افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ د ۸ هیوادونو ۴۰ لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.

ددې ترڅنګ د افغانستان د کرکټ د ملي، الف او نولس کلنو ځوانانو د لوبډلو لوبغاړي هم په پیلیدونکي پریمیر لیګ کې اخیستل شوې دي.

ددغو لوبډلو لپاره اصغر افغان د کندهار، محمد نبي د بلخ اتلان، اسټرالیایی الراونډر بین کټینګ د ننګرهار، محمد شهزاد د پکتیا او راشد خان د کابل د لوبډلې کپټان دی.

که څه هم په تیرو کلنو کې په افغانستان کې د شپږیزې په نوم د کرکټ لیګ څو ځلې ترسره شوی دی، خو دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان کرکټ بورډ په بهر کې د کرکټ پریمیر لیګ ترسره کوي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړي لکه محمد نبي،راشد خان، مجیب ځدراڼ چې په بهرنیو لیګونو کې لوبیدلې دي، دا به یې لومړی ځل وي چې په بهر کې د افغانستان د کرکټ پریمیر لیګ کې په خپله د بهرنیو لوبغاړو کوربه توب کوي.

XS
SM
MD
LG