د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام افغانستان ته راوړل شو


د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام د درې ورځني سفر په موخه نن د چهارشنبې په سهار کابل ته راوړل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دغه نړیوال جام به د غوره مراسمو په ترڅ کې بامیان، هرات او کندهار ولایتونو ته هم ولېږدول شي.

په نړيوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ملاتړ کوونکو پیدا کېدل، خلکو ته خوښي ورکول او په درې ولایتونو کې د کپ وړلو پر مراسمو د بېلابېلو رسنیو رسنیز پوښښ هغه ټکي دي چې دغه اداره یې د مثبتو پایلو په تمه ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر پنځمه» امریکا غږ ته وویل چې افغانستان ته د کرکټ نړیوال جام راوړل به د افغان لوبغاړو او عامو افغانانو د مورال له لوړولو سره مرسته وکړي.

دود دا دی چې دا کپ د هر نړیوال جام د سیالیو نه مخکې هغو هېوادونو ته لېږدول کېږي چې د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې برخه اخلي.

له دې مخکې (د وږې په پنځمه) د کرکټ نړیوالې شورا ویلي و چې نړیوال کپ افغانستان ته د امنیتي ستونزو له کبله نه لېږدول کېږي.

دې خبر افغانستان کې د کرکټ مينه وال ناهيلې کړل او د هغوی په وینا د کرکټ نړیوالې شورا له افغانستان سره "دوه ګونی چلند" کوي.

خو دوې اوونۍ وروسته د کرکټ نړیوالې شورا خپله پرېکړې ته تغیر ورکړ او اعلان یې وکړ چې د نورو هېوادونو سربېره به افغانستان ته هم دغه کپ ولېږدول شي.

تر دې مخکې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام هم افغانستان ته راوړل شوی و چې یوازې کابل کې نندارې ته وړاندې شوی و.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په دویم ځل د کرکټ یو ورځني نړیوال جام کې ګډون کوي.

د افغانستان لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ اوونۍ کې د اسټرالیا سره ده.

XS
SM
MD
LG