د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۴ کال کرکټ نړیوال جام کوربه توب لپاره د افغانستان هڅې


د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د کرکټ د شل اوریز جام د کوربه توب لپاره یې هڅې پیل کړي دي او د دې سریز ترسره کېدو لپاره یو معیاري لوبغالي ته اړتیا ده چې دوی یې د جوړولو لپاره چمتوالی نیولی دی.

د بورډ مشر فرهان یوسفزي نن چهارشنبه (زمری ۸/جولای۲۹) په یوې خبري ناستې کې وویل چې د کابل کرکټ سټدیوم جوړولو لړۍ یې د کابینې تصویب پورې رسولې.

هغه زیاته کړه: "د اختر وروسته به کابینه په دې اړه پرېکړه وکړي."

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه چې دغه لوبغالی به د نړیوالو معیارونو پر بنسټ جوړیږي او د جوړېدو وروسته به کرکټ بورډ ته یوه لویه عایداتي سرچینه اوسي.

د کرکټ بورډ مشر په بورډ کې د یو لړ اصلاحاتو یادونه هم وکړه.

هغه وویل د ځینو کسانو معاشونه یې پرې بند کړي چې په "تشریفاتي ډول" یې بورډ کې معاشونه ترلاسه کول.

د یوسفزي په وینا د روان مالي کال په اوږدو کې د کرکټ بورډ بودیجوي ستونزې نه لري او د مثبت لوري ته روان دی.

له دې مخکې د افغانستان پر کرکټ بورډ کې د یو لړ مالي فساد تورونه هم و چې اوسنۍ اداره یې په حلولو ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG