د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ راشد خان ته عالي ‌دولتي‌ مډال غواړي 


راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړي جایزه ګټلې
راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړي جایزه ګټلې

د افغانستان کرکټ بورډ له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غوښتي دي‌ چې د ملي‌لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان ته دې لوړ دولتي مډال ورکړي.

راشد خان تېره ورځ د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د شل اوریزو سیالیو د لسیزې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته چې په نړیواله کچه وستایل شوي او بحثونه پرې وشول.

په خپله ولسمشر اشرف غني هم دا مډال د ټول افغانستان ویاړ او راشد خان د «نوي افغانستان استازی» یاد کړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې د بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي «د هېواد له ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني هیله کړې، ترڅو د کرکټ نړیوالې شورا له لوري ملي اتل راشدخان ته په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د یوې لسیزې د غوره لوبغاړي د ویاړ ترلاسه کولو په پار عالي دولتي مډال ورکړي.»

تر دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ یو غړي او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل هم له ولسمشر څخه غوښتي وو چې راشد خان ته لوړ دولتي مډال ورکړي.

د کرکټ بورډ اعلامیه وايي چې دوی هوډ لري چې ډېر ژر ددغې جایزې د ګټلو د خوښۍ جشن ونمانځي.

راشد خان په ۲۰۱۵ کې د افغانستان ملي ټیم ته راغی او ډېر ژر یې په نړیواله کچه ځان ثابت کړ. هغه په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې په شل اوریزو لوبو کې ۸۹ کسان اوټ کړي دي.

همدغه راز راشد خان یوازینی بالر دی چې په شل اوریزو لوبو کې یې په څلورو پرلپسې توپونو یې څلور لوبغاړي سوځولي دي.

XS
SM
MD
LG