د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: راشد خان د نوي افغانستان استازی دی


راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړی شو
راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړی شو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ د لسیزې د غوره لوبغاړي د جایزې د ګټلو له کبله د ملي لوبډلې لوبغاړي ‌راشد خان ته مبارکي ورکړې ده.

راشد خان د کرکت د نړیوالې شورا له لوري د شل اوریزو لوبو د لسیزې د غوره بالر په توګه اعلان شوی او دا جایزه یې ترلاسه کړې ده.

پر ښاغلي غني سربېره د افغانستان د سولې د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله او ځینو نورو سیاستوالو هم راشد خان ته له دې کبله مبارکي‌ ویلې.ډېرو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د دغې جایزې ګټل د خپل هېواد لپاره یو ویاړ ګڼلی.

راشد خان په شاوخوا دوو کلونو کې ۵۰ ویکټې اخیستې
راشد خان په شاوخوا دوو کلونو کې ۵۰ ویکټې اخیستې

ولسمشر غني په یوې اعلامیې کې دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ بللی دی.

د ارګ په اعلامیې کې د ولسمشر غني له خولې لیکل شوي: «په ډېر ویاړ خبر شوم چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی او د نړۍ په کچه د کرېکټ منل شوی ستوری راشد خان د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د لسیزې غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي دي. دوی د افغانستان د ځوان نسل سرلاري او د تېرو شلو کلونو د لاس ته راوړنو، نویو ارزښتونو، پرمختګونو او غږ پورته کولو ساتونکي اتلان دي.»

د راشد خان نوم د ګینیز د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې هم لیکل شوی
د راشد خان نوم د ګینیز د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې هم لیکل شوی

ښاغلي غني هیله ښودلې ده چې راشد خان به په آینده کې نور ویاړونه هم ترلاسه کوي.

ولې راشد خان دا جایزه وګټله؟

د کرکټ د نړیوالې شورا له لورې د جایزې له ګټلو وروسته راشد خان وویل: « زه د دغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته د ویلو لپاره څه نلرم. خپلو مینه والو ته خوشحال یم. د افغانستان د یو وګړي په توګه د دغې جایزې ګټلې ماته ځانګړی ارزښت لري.»​

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې افغان لوبغاړی‌ راشد خان شاوخوا پنځه کاله مخکې نړیوالو لوبو ته راغی او په کم وخت کې یې ځان ثابت کړ. راشد خان په پنځو کلونو کې په ۴۸شل اوریزو لوبو کې ۸۹کسان سوځولي دي چې دا په شل اوریزو لوبو کې لوی کار بلل کیږي.

راشد خان خان په شل اوریزو لوبو کې لومړی بالر دی چې په څلورو پرلپسې توپونو یې څلور لوبغاړي سوځولي او همدغه راز په شل اوریزو لوبو کې لومړی بالر دی چې په شاوخوا دوو کلونو کې ۵۰کسان سوځولي دي.

راشد خان د غوره باولینګ تر څنګ، کله ناکله ښه بېټېنګ هم کوي
راشد خان د غوره باولینګ تر څنګ، کله ناکله ښه بېټېنګ هم کوي

د راشد خان نوم د ګینیز د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې هم ثبت دی.

پر دې سربېره راشد خان په تجارتي لوبو کې هم خورا ځلیدلی دی. هغه لومړی بالر و چې د ویسټ انډیز په تجارتي‌لوبو کې په دریو پرلپسې توپونو درې کسان وسوځول.

همدغه راز راشد خان د استرالیا په تجارتي لوبو بګ بش کې هم په دریو پرلپسې توپونو درې کسان سوځولي دي‌ چې د کرکټ په ژبه «هېټریک» بلل کیږي.

راشد خان لومړی بالر دی چې څلورو پرلپسې توپونو یې څلور لوبغاړي سوځولي
راشد خان لومړی بالر دی چې څلورو پرلپسې توپونو یې څلور لوبغاړي سوځولي

دا کارنامې ډېرو کمو لوبغاړي کړي دي. له راشد خان سره دغې جایزې ته د نړۍ یو شمېر نور مشهور لوبغاړي‌هم کاندیدان وو.

خلکو هم انلاین د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایه ورکړه او هم هلته یو ژوري پلاوی و چې غوره لوبغاړی یې وټاکه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG