د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی شو


تیره ورځ د کرکټ نړیوالې شورا راشد خان د ۲۰اوریزو سیالیو د لسیزې په غوره ټیم کې هم اعلان.
تیره ورځ د کرکټ نړیوالې شورا راشد خان د ۲۰اوریزو سیالیو د لسیزې په غوره ټیم کې هم اعلان.

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان نن دوشنبه ډسمبر ۲۸(مرغومې۸) د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د کرکټ د شل اوریزوسیالیو د لسیزې غوره لوبغاړی اعلان شو.

راشد خان په ۲۰۱۵ کال کې د کرکټ شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته له لارموندنې راپدېخوا د هېواد لپاره ډير وړیاړونه ګټلي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي چې راشد خان ۸۹ ویکټي اخیستې دي او درې ځله یې څلور ویکټي یو ځايي اخیستي دي.

دا اول ځل دی چې یو افغان لوبغاړی د لسیزې غوره لوبغاړی کیږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان تر یاد اعلان وروسته ویلي چې د ویاړ احساس کوي او زیاتوي خوښ دی چې دا ډول یو ایوارډ ورته ورکول کیږي.

تیره ورځ د کرکټ نړیوالې شورا راشد خان د ۲۰اوریزو سیالیو د لسیزې په غوره ټیم کې هم اعلان.

په یاد ټېم کې له پاکستان پرته د نورو هیوادونو لوبغاړي هم د غوره لوبغاړو په توګه غوره شوي و.

XS
SM
MD
LG