د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس رسما د جمهور رئیس د مرستیالۍ کاندیداتوري ومنله 


مایک پنس او میرمن یې کارن پنس

د جمهوري غوښتونکو د ملي کنوانیسیون په دریمه شپه چې غونډه تر ډیره انلاین وه، مایک پنس د دویمې دورې لپاره د جمهوري ریاست د مرستیالۍ د مقام کاندیداتوري ومنله.

ښاغلي پنس وویل: "د جمهور رئیس له اعتماد او د جمهوري غوښتونکي ګوند له ملاتړ څخه په مننې او د خدای په کمک سره، زه په ډیرې عاجزۍ د امریکا د جمهور رئیس د مرستیال په توګه دا کاندیداتوري منم."

ټرمپ او پنس او د کنوانسیون ګڼ شمیر ګډونوالو خپل حکومت د قانون د تطبیق کوونکو کلک ملاتړی وباله، د هغو د پاریدلو مظاهره کوونکو په وړاندې چې د اقلیتونو سره د نژادي تعصب او د پولیسو د ناوړه چلند په اعتراض د مې میاشتې په ۲۵ نیټه د جورج فلویډ له وژل کیدو وروسته راپورته شوي دي.

د جمهورِ غوښتونکو د کنوانسیون سره په یو وخت ، د ویسکانسن ایالت په کینوشا کې ګڼ شمیر کسانو د نژادي تعصب له امله مظاهرې کړي دي.

خو مایک پنس وویل، تاوتریخوالي باید پای ته ورسیږي، دا چې په میناپولیس، پورټلنډ او یا هم کینوشا کې دي، او د ټرمپ حکومت به په ټولو خلکو قانون عملي کړي.

ښاغلي پنس زیاته کړه: "جمهور رئیس ټرمپ او زه پوهیږو هغه نارینه او میرمنې چې د قانون د تطبیق کوونکو په لیکو کې دي، زموږ او ستاسې په خاطر دي. هغوی هره ورځ خپل ژوند په خطر کې اچوي."

د پولیسو یو پخوانی غړی مایکل مک هالي وايي ټرمپ د حل لارې د موندلو هڅه کوي." جمهور رئیس ټرمپ پولیس افسرانو ته له تاوتریخوالو پرته د مشکل د هواري په هدف د ډیرو امکاناتو د ورکولو لپاره د یوه ملي ستندرد د رامنځ ته کیدو ملاتړ کوي."

بلخوا دیموکرات کاندید جوبایډن وايي دی د پولیسو د بودیجه د کمولو د غوښتنې ملاتړ نه کوي بلکې دی له ټولنې سره د پولیسو د اړیکو او د رواني صحت د کارکوونکو لپاره د ډیرې بودیجې غوښتنه کوي.

جوبایډن وویل:" زه نغواړم چې د پولیسو د ډیپارټمنت بودیجه کمه شي. فکر کوم هغوی ډیر کمک ته اړتیا لري، موږ باید دا روښانه کړو چې دا د ټولنو او د خلکو د ملاتړ په هدف دي."

نن پنجشنبه د اګست ۲۷ د جمهوري غوښتونکو د کنوانسیون وروستۍ او څلورمه ورځ ده او له دې وروسته به د دواړو ګوندونو ټاکنیزو مبارزې نور هم شدت واخلي. ټرمپ د کنوانیسیون په لومړۍ شپه د جمهوري غوښتونکو له خوا د یاد ګوند د کاندید په توګه ونومول شو.

XS
SM
MD
LG