د لاس رسي وړ اتصالات

کاملا هریس رسماً د بایدن د انتخاباتي ټکټ مرستیالي ومنله 


 سناتوره کاملا هریس
سناتوره کاملا هریس

د کالیفورنیا ایالت سناتورې کاملا هریس، په رسمي توګه د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د دموکرات ګوند د نوماند جو بایدن مرستیالي ومنله.

میرمن هریس د چهارشنبې په ماښام اګست ۱۹ (زمري ۲۹) د دموکرات ګوند د ملي کنوانسیون په دریېمه شپه د کروناویروس د وبا په وړاندې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په اقداماتو انتقاد وکړ.

په امریکا کې د نژاد پالنې پر وړاندې په مبارزې او د قانون په چوکاټ کې پر مساواتو باندې په ټینګار سره میرمن هریس په خپله وینا کې وویل: "اشتباه مه کوئ، په مخ کې پرته لار اسانه نده. ښویدنې به ولرو. ښایي نیمګړتیا ولرو. خو له تاسې سره ژمنه کوم چې زړور عمل به وکړم او د ازمونونو پر وړاندې به صادقانه عمل وکړم. حقیقت به ووایم."

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ټویټ په پیغام کې په ظاهره توګه د میرمن هریس د خبرو په غبرګون کې لیکلي: "خو هغه (هریس) نه وه چې هغه (بایدن) یې نژاد پرسته ګڼلی و؟؟؟ هغې (هریس) نه و ویلي چې هغه (بایدن) نالایق و؟؟؟"

کاملا هریس لومړنۍ تورپوستې او د جنوبي اسیا څخه ریښه لرونکې ښځه ده چې په رسمي توګه په امریکا کې د جمهور رئیس مرستیالۍ ته نومانده کیږي.

د میرمن هریس مور چې په ۲۰۰۹ کال کې مړه شوې د سینې د سرطان متخصصه وه او د هند نه امریکا ته مهاجره شوې وه. د کاملا هریس پلار اقتصاد پوه و او د جامیکا نه امریکا ته راغلی و.

د چهارشنبې د شپې په غونډه کې د امریکا پخواني جمهور رئیس باراک اوباما وینا وکړه او د امریکا د پخوانیو جمهورو رئیسانو د دود پرخلاف یې پر برحاله جمهور رئیس انتقادونه وکړل او وویل چې ښاغلی ټرمپ په خپله "ناکاره او مستبد ډوله" رهبرۍ سره دموکراسي په خطر کې اچولې ده.

جمهور رئیس ټرمپ د باراک اوباما د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې پخپله ښاغلی اوباما یو "ناکاره" جمهور رئیس و او د امریکا د متحده ایالاتو دموکراسي یې له ګواښ سره مخامخ کړه.

ښاغلي ټرمپ په یو خبري کنفرانس کې د ښاغلي اوباما پر کارونو په انتقاد سره وویل: "کله چې هغه ته غوږ نیسم هغه وحشت وینم مونږ ته یې پریښود، احمقانه معاملې یې چې وکړې. مونږ اوس خپل عالي سرحدي دیوال لرو. مونږ امنیت لرو. وګورئ هغه څومره بد و، څومره ناکاره و."

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ۲۰۱۶ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندیدې هلري کلنتن، چې د ښاغلي ټرمپ په وړاندې ناکامه شوه ویې نشو کړای چې امریکایي رای ورکوونکي په ټاکنو کې ګډون او ټرمپ ته د رایې نه ورکولو ته وهڅوي.

ددې تر څنګ جمهور رئیس ټرمپ خپلو انتخاباتي سفرونو ته دوام ورکړی او څو ایالتونو ته یې سفر کړی دی.

ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ماښام اګست ۲۰ جو بایدن د دموکرات ګوند د ملي کنوانسیون په وروستۍ شپه ددې ګوند له ادرس څخه د ۲۰۲۰ کال د نومبر میاشتې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته په رسمي توګه خپله نوماندي ومني.

د جمهوري غوښتونکي ګوند کنوانسیون د راتلونکې دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې جوړیږي او جمهور رئیس ټرمپ به د اګست په ۲۷ په سپینه ماڼۍ کې په یوه وینا کې خپله نوماندي ومني.

د دموکرات ګوند او د جمهوري غوښتونکي ګوند ملي غونډې جمهوري ریاست ته ددې ګوندونو د نوماندانو د معرفي کولو لپاره پخوا په لویو مراسمو سره جوړیدې، خو سږکال د کروناویروس د وبا په خاطر په مجازي توګه جوړیږي او وینا ګانې چې دمخه ثبت شوي په غونډو کې خپریږي.

XS
SM
MD
LG