د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګر له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا غوښتنه کوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په دغه هیواد کې وروستیو سیاسي تحولاتو د ګاونډیانو په ګډون له ټولو هیوادونو سره سوداګري ټکنۍ کړې. دوی د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

د سوداګرۍ خونې د دوشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو نشتوالي د افغانستان په سوداګریزو مارکېټونو کې یې په عرضه او تقاضا اغېز کړی او د لومړنیو توکو په ګډون په ځانګړي ډول د سونګ موادو بیې یې لوړي کړي دي.

د سودا ګرۍ خونې همدرانګه زیاته کړې چې کېدای شي د ژمې په رارسېدو سره د سونګ موادو بیې نورې هم لوړې شي چې له امله به یې خلک له ستونزو سره مخ شي.

په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د ژمې په رارسېدو سره په افغانستان کې د لومړنیو توکو په ځانګړي ډول سونګ موادو ته اړتیا زیاته شوې، خو د بانکي ستونزو، د اسعارو د تبادلې د بې ثباتۍ او له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو کمېدو له امله د یادو موادو عرضه تر ټولو کمې کچې ته راغلې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د نیکو او حسنه سوداګریزو اړیکو د دوام لپاره د پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان... سره غوښتنه کوي تر څو له سیاسي تعاملاتو او نظرونو څخه لیري د افغانستان او هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او اسانتیا په برخه کې همکاري وکړي. باید اجازه ورنه کړل شي چې سوداګري کمه شي او هیوادوال زیانمن شي."

د افغانستان د سوداګرۍ خونې تر دې مخکې هم ویلي و چې د لومړنیو موادو د وارداتو د ټکني کېدو له امله په دغه هیواد کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي دي.

د سوداګرۍ خونې همدارنګه زیاته کړې چې د نفتي موادو د تړونونو د وخت پای ته رسېدو، په افغانستان بانک کې د رامنځته شوو ستونزو، په ځانګړي ډول د سوداګرو لخوا د پیسو نه اچولو او ځینو نورو ستونزې د وارداتو د ټکني کېدو او موادو د بیو لوړېدو لامل شوي دي.

اوس مهال د کابل په بازارونو کې یو لېټر پټرول په ۶۹ افغانۍ، یو لېټر ډېزل ۵۷ افغانۍ او یو کیلو اوبلن ګاز ۸۰ افغانۍ باندې دی.

پر کابل د طالبانو له حاکمیت څخه تر شااوخوا دوو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د افغانستان وضعیت عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

XS
SM
MD
LG