د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سوداګرو موټرو ته میرانشاه ته د تګ اجازه ورکړل شوه 


افغان سوداګر وايي له یکشنبې را وروسته یې موټرونو ته اجازه ورکړل شوې
افغان سوداګر وايي له یکشنبې را وروسته یې موټرونو ته اجازه ورکړل شوې

د خوست چارواکي وايي چې د غلام خان بندر له لارې د افغانستان باروړونکو موټرو ته تر ميرانشاه پورې د تللو اجازه ورکړل شوېده.

د خوست د والي وياند طالب منګل امريکاغږ ته وويل چې پر سوداګريزو مالونو بار يو شمېر موټر د غلام خان بندر له لارې ميرانشاه ته اوښتي‌ او هلته ځايي حکومتي چارواکو ورته د هرکلي ځانګړي مراسم نيولي وو.

په عين وخت کې د خوست يو سوداګر انور تڼی وايي‌ چې تېره ورځ د سوداګريز مالونو دوه موټر ميرانشاه ته اوښتي وو،‌ خونن له دوشنبې ورځې څخه ټول سوداګريز موټر ميرانشاه ته په تذکره تللی شي.

نوموړي زياته کړه:«څو ورځې مخکې موږيو شمېر سوداګرود ميرانشاه له چارواکو او سوداګرو سره ناسته درلوده. پر دوی زموږ انتقاد دا و چې له موږ سره مو يوه ژمنه هم عملي‌ نه کړه. بيا يې زموږ موټروته تر ميرانشاه پورې د تلو اجازه راکړله.»

انور تڼي دغه راز وويل چې په ياده ناسته کې يې دا ژمنه هم ورسره ورکړه، چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د افغانستان باروړونکو موټرو ته په ټول پاکستان کې د ګرځېدو اجازه ورکوي.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې د شمالي وزیرستان مرستيال کمېشنر شاهد علي د يکشنبې په ورځ د ميرانشاه په «درپه خېلو»کې د سبزيجاتو او ميوو د يوه مرکز د پرانېستې پرمهال ويلي، چې د افغانستان سوداګريز موټر به اوس د ميرانشا منډيي ته راځي او د سوداګرۍ د ودې نورې لارې به ورسره پرانېستل شي.

مرستيال کمېشنر شاهد عليزياته کړې، چې صوبايي او مرکزي حکومت له افغانستان سره دوه اړخيزه سوداګري مهمه ګڼي او د همدې لپاره ټول امکانات په کار اچوي.

په همدې حال کې د خوست د سوداګرۍ د خونو رئیس نواب اميرزي له امریکاغږ سره په خبرو کې د يادو سوداګريزو موټرو د اوښتو په اړه ناخبري وښودله او ويې ويل چې په دې هکله له دوی سره اړيکې نه دي نيول شوې.

خو نوموړي وويل که دا موټر اوښتي وي، دا مثبت ګام دی، او په دې سره دا لاره رونق ومومي.

په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پرضد نظامي عمليات پيل کړل، د غلام خان بندر د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شو.

خو په ۲۰۱۸ ميلادي کې دا بندر بيا پرانېستل شو، مګر د افغانستان بار وړونکو موټرو ته د ډيورنډ کرښې ها غاړې ته د اوښتلو اجازه نه ورکول کېده.

XS
SM
MD
LG