د لاس رسي وړ اتصالات

نیکولسن‎: اچین کې مو د یو مناسب هدف لپاره مناسبه وسله وکاروله


جنرال نیکولسن وویل چې دا برید د داعش پر ضد د عملیاتو یوه برخه ده
جنرال نیکولسن وویل چې دا برید د داعش پر ضد د عملیاتو یوه برخه ده

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن او افغان چارواکي وایي چې په اچین کې يې پر داعش د " ټولو بمونو د مور" برید کې د د داعش جګړه مارانو ته لوی زیان رسولی دی.

برید د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د مامندو د اسدخیلو په سیمې کې شوی دی، تراوسه لا معلومات نشته چې په برید کې ملکیانو ته خو کوم زیان رسېدلی نه دی.

جنرال جان نیکولسن د جمعې په ورځ کابل کې د دې بمبارۍ په اړه خبرې کنفرانس ورکړ. هغه وویل چې برید یې د داعش په تونلو او سمڅو کړی دی" مونږ د یوې مناسبې وسلې څخه د یو مناسب هدف لپاره کار اخیستی دی".

جنرال نیکولسن وویل په کومه سیمه کې چې برید شوی هلته ماینونه ښخ شوي وو او د اسلامي دولت یا داعش ډلې خندقونه او تونلونه ایستلي وو.

هغه وویل افغان او امریکایي ځواکونو د برید دمخه او وروسته سیمه څارلې او تر اوسه ورته په دغې بمبارۍ کې د ملکي تلفاتو په هکله راپور نه دی ورکړل شوی. جنرال نیکولسن وویل چې د داعش جګړه مارانو هلته له خلکو سره ظلمونه کړي دي.

د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان د دې بمبارۍ اړیکې له افغانستان څخه د بهر نورو نړیوالو لانجو او مسلو سره ردې کړې او ویې ویل چې دا بمباري د داعش د ډلې له منځه وړلو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو سره په هماهنګۍ کې شوې او په روان کال کې د داعش پر وړاندې د روانو پوځي عملیاتو یوه برخه ده.

نوموړی وایي "عملیات د مارچ د میاشتې په لومړیو کې پیل شوي، چې ډیر بریالي وو او په ترڅ کې یې د داعش وسله وال او د هغوی تاسیسات له منځه وړل شوي او د ننګرهار د خلکو کورونه د دغې ډلې له کنټرول څخه خوندي شوي دي".

جنرال نیکولسن وویل، چې د دغو عملیاتو له برکته په جنوبي ننګرهار کې تر څلور سوه کیلو متر مربع ځمکه د داعش له کنټرول څخه وتلې ده.

د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان، په ټینګار وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو سره به د داعش پروړاندې د خپلې روانې مبارزې څخه لاس په سر نه شي.

د افغان حکومت غبرګون

د افغانستان د جمهوري ریاست او د افغانستان د دفاع وزارت ویاندیانو هم خبریالانو ته دغې بمبارۍ په اړه معلومات ورکړل.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د داعش پوځي فعالیتونو ته په کتو د دغې ډلې د وسله والو پرخلاف د امریکا د پوځ له خواد دغه ستر بم د کارولو څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې دا په دغه سیمه کې د داعش یو ستر مرکز و او افغان ځواکونو په دغې سیمې کې له وړاندې عملیات پيل کړي وو.

هغه وویل دا بمباري د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره شوې ده.

شاه حسین مرتضوي پرته له دې چې د چا نوم واخلي پر هغو افغان شخصیتنو هم انتقاد وکړ چې د امریکا د پوځ د دغې بمبارۍ پرخلاف یې خپل غږ اوچت کړی دی.

ښاغلي مرتضوي وویل "د دې برید وروسته مونږ د یو لړ انتقادونو شاهد هم یو، خو زمونږ پوښتنه د سیاسي مشرانو او سیاسي جریانونو څخه چې پر دې برید نیوکه کوي دا ده چې ایا ستاسو نیوکه د دښمن په مرکزونو باندې او په وسله والو باندې د برید له امله ده، او که د وسیلې څخه چې په دې برید کې استعمال شوې ده ".

ښاغلي مرتضوي وویل چې دا برید په افغانستان او له دغه هیواد څخه بهر ټولو وسله والو ډلو ته یو پیغام ورکوي چې په افغانستان کې په امن کې ژوند نه شي تیرولی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري خبریالانو ته وویل چې د دغې بمبارۍ وړاندې افغان امنیتي ځواکونو څلور ځلې د داعش د مرکز د نیولو لپاره هڅه کړې وه ، خو بریالي شوي نه وو.

جنرال وزیري وویل " مونږ په دې برخه کې تلفات هم لرل، مونږ موفق نه شو چې دا سیمه د ځمکنیو عملیاتو له لارې ونیسو او یایې د شپې عملیاتو پواسطه دا سیمه ونیسو نو د دوی د تونلونو له منځه وړلو لپاره له دې بم څخه استفاده وشوه".

جنرال وزیري وویل په سیمه کې یوه ملکي کورنۍ موجوده وه، چې غړي يې د برید وړاندې د افغان ځواکونو له خوا خوندې ځای ته لیږدول شوې وو.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې تراوسه د دغې بمبارۍ په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG