د لاس رسي وړ اتصالات

فایق: افغانستان کې بشري حقونو وضعیت د څو اړخیزو ګواښونو سره مخ دی


په ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست یو ځل بیا په دغه هیواد کې په روان بشري وضعیت اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې افغانستان اوس مهال د پیچیلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

نصیر احمد فایق د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۱۸( تلې ۲۶) د ملګروملتونو د عمومي غونډې درییمې کمیټې ته ویلي، چې افغانستان کې بشري وضعیت په جدي ډول د اندیښنې وړ دی.

د ښاغلي فایق په وینا "افغانستان کې په تیرو دوو کلنو کې د طالبانو واکمنۍ وروسته په دغه هیواد کې د وګړو د ازادیو د ساتنه په ځانګړې ډول د ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو او هغوی، چې د دیموکراتیکو ارزښتونو په برخه کې فعالیت کوي، په جدي ډول ترپوښتنې لاندې راغلي دي."

په ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست ویلي، چې د اسلامي شریعت څخه د طالبانو ناسم تعبیر پر بنسټ، په ټولنه کې تصیفه روانه ده.

ښاغلي فایق ویلي:" زمونږ جدي اندیښنه د افغان میرمنو او نجونو د بنیادي حقونو او ازادیو په اړه ده. د طالبانو رژیم پر ښځو او نجونو باندې سیستماتیک تبعیض او د جنسیت پر بنسټ محدودیتونه لګولي دي چې زده کړو ته د هغوی د لاس رسي او کار مخنیوی یې کړی دی."

په ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست ویلي، چې دغه وضعیت په تیرو شلو کلنو کې په اقتصادي وده کې د برخې اخیستلو په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو په برخو کې د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه وړي دي.

هغه وویل:" د طالبانو دا سیستماتیک ظلم د ویرې د فضا د رامنځ ته کیدو، زورونې او د جنسیت پر بنسټ د تبعیض سبب شوی دی."

نصیر احمد فایق په خپله وینا کې ویلي، چې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې د طالبانو په واکمنۍ کې قومي او مذهبي اقلیتونه لکه هزازګان، صوفیان او سیکان ډیر زیان لیدلی او په ټولنه کې لا منزوي شوي دي.

نصیر احمد فایق ویلي، چې افغانستان کې عدالت ته لاس رسی په جدي ډول محدود شوی او هغه ښځې او نجونې، چې د تاوتریخوالي او جبري ودونو قرباني کیږي، اصلا کومه مرجع نشته چې د هغوی غږ واوري.

ښاغلي فایق دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان میرمنو اعتراضي خوځښتونو یو ځل بیا په افغانستان کې په روان بشري وضعیت باندې اندیښنه ښودلې او دې مسلې ته یې د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دغو خوځښتونو د ټولو هغو سازمانونو او هیوادونو څخه، چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د بشري حقونو په برخه کې نورو نړیوالو اسنادو ته ژمن دي غوښتي، چې باید د " ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنایتونو" پر وړاندې چپ پاتې نشي او د نړیوالو منل شویو تړونونو پر اساس دې عمل وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی او د واک ترلاسه کولو سره سم یې ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اوونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.

طالبانو له وړاندې روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې واکمنۍ د پیل څخه بندیز لګولی دی.

طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د ښځو او نجونو زده کړې بندیدل دایمي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG