د لاس رسي وړ اتصالات

پخواني افغان څارنوالان: له کاناډا غواړو چې مونږ ته دې پناه راکړي


د افغانستان د پخوانیو څارنوالانو ټولنې د کاناډا د حکومت څخه غوښتي، چې دغه هیواد ته د افغان کډوالو د تخلیې په پروګرام کې دې د دې ټولنې غړو ته هم ځای ورکړي او ورته دې پناه ورکړي.

دغې ټولنې د سه شنبې په ورځ اکتوبر۱۷( تلې ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور شوي پیغام کې ویلي، چې افغان څارنوالانو د قانون د حاکمیت او دیموکراسۍ څخه دفاع کړې، اوس د طالبانو او ددغې ډلې د ازادو شویو بندیانو د مرګ د ګواښونو سره مخ دي.

دغې ټولنې ویلي:" مونږ له کاناډا غواړو، چې مونږ دې له دې وحشت څخه وژغوري او مونږ ته دې پناه راکړي".

د افغانستان د پخوانیو څارنوالانو ټولنې دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې کاناډا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د پخواني رژیم د ړنګیدو وروسته په دغه هیواد کې د ۴۰ زره افغان کډوالو چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې ژوند د کواښ سره مخ دی د منلو ژمنه کړې وه .

د کاناډا د حکومت د کډوالو د ادارې د معلوماتو پر اساس دغه هیواد تراوسه له ۳۶ زرو څخه زیات دغسې افغان کډوال په خپل هیواد کې منلي دي.

د هغو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې چې تر اوسه په کاناډا کې میشت شوي دي، له ۱۰ زرو څخه زیات هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي موسسو او ادارو سره کار کړی دی. ددې برسیره، ۱۶ زره نور بیا هغه مېرمنې او د مدني ټولنې فعالین دي‌ چې د کاناډا د بشردوستانه مرستو د پروګرام له لارې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

کاناډايي چارواکو ویلي، چې ددغه هیواد د بشردوستانه بیا میشتیدنې په پروګرام کې د هغو کسانو پر بیا میشتیدو باندې تمرکز کوي، چې په خپل هیواد کې د زیاتو ګواښونو سره مخ دي.

په ډله کې د ښځینه رهبرانې، د بشري حقونو مدافعان، څارنوالان، مذهبي اقلیتونوغړي او خبریالان شامل دي.

همداشان د افغانستان د پخوانیو څارنوالانو ټولنې پاکستان ته د کډه شویو څارنوالانو په وضعیت باندې هم اندیښئنه ښودلې ده.

دغې ټولنې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته په خطاب کې ویلي، چې لطفآ دې په پاکستان کې ددغو څارنوالانو سره د کډوالو په توګه چلند وشي، هغوی د "حفاظت او د کرامت مستحق" دي.

همداشان دغې ټولنې په کاناډا کې پاکستان ته د کډه شویو پخوانیو څارنوالانو د بیا مشتیدو غوښتنه هم کړې ده او ویلي دي چې په دغه هیواد کې میشت افغان پخواني څارنوالان فورې همکارۍ ته اړتیا لري.

ددې دمخه د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان د جولای ۲۸ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د "څارنوالان د څارنوالانو لپاره" په نامه کمپاین په رسمي ډول د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۷د امریکا د یوتا ایالت د سالټ لیک څارنوالۍ په دفتر کې خپل فعالیت پیل کړی و.

د دغه کمپاين موخه په پیل کې نورو هېوادونو ته د افغان څارنوالانو د لېږلو لپاره د ۱۵ ميليونو ډالرو مالي مرستې راټولول وو، تر څو په امنيت او خونديتوب کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د انتقالي عدالت او سولې د نړیوال سازمان یو بنسټ ایښودونکي یما رایین، د هغه ګواښ په اړه چې څارنوالان ورسره په افغانستان کې مخامخ دی، ویلي چې "۲۶ څارنوالان یا د هغوی خپلوان د طالبانو له خوا شکنجه شوي او وژل شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان د چارواکو څرګندونو ته هغه مهال ردې کړې وې.

ښاغلي مجاهد دغه سازمان د افغان کدرونو په ایستلو او انساني قاچاق ته د لارې د هوارولو په هڅو تورن کړی وو.

ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په امریکا کې د میشت د انتقالي عدالت او سولې د نړیوال سازمان راپور ته غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې هیڅ کوم څارنوال له خطر سره مخ نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG