د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په افغانستان کې ددغه سازمان د ځانګړي راپور ورکونکي ماموریت تمدید کړ


د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکی، ریچارډ بنېټ
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکی، ریچارډ بنېټ

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹مه) د افغانستان لپاره ددغې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ د ماموریت دوره د یو بل کال لپاره تمدید کړه.

د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د څانګې مشرې، هیدر بار د چهارشنبې په ورځ ،اکتوبر ۱۱مه (تلې ۱۹مه) په ایکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي، چې د افغانستان په اړه یو نوی پریکړه لیک تصویب شو، چې په هغه کې د ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ د ماموریت تمدید هم شامل دی.

بلخوا، ریچارډ بنیټ هم په ایکس پاڼۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دې پریکړې ستاینه کړې او لیکلي یې دي: " د ویاړ ځای دی چې ددې ماموریت له لارې د خدمت جوګه کیږم او همداراز په خپلواکه او ناپیلې توګه د بشري حقونو د پرمختګ او ساتنې لپاره د راپور ورکولو لپاره هڅه او کار کوم."

اغلې هیدبار لیکلي، چې د بشري حقونو شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي څخه غوښتي، چې د راتلونکي کال تر جون میاشتې پورې "د توکمپالنې، جلا والی، انساني کرامت ته د سپکاوي او د ښځو او نجونو د شړلو د سیټماټیکې پدیدې" په اړه یو راپور چمتو کړي.

په پرېکړه لیک کې همداشان له ریچارډ بنیټ څخه غوښتل شوي، چې د بشري حقونو شورا په ۵۴ مه غونډه کې د هغه د وړاندې شوي راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د کاري ډلې او نورو اړوندو اشخاصو او بنسټونو سره په همغږۍ کې، د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په هکله راپور چمتو او د بشري حقونو شورا ته یې وړاندې کړي.

د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې چې د تېرې میاشتې په نیمايي کې جوړه شوې وه، ریچارډ بنیټ په خپله وینا کې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن کړل او له دغې ډلې یې وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې سختې پالیسۍ بدلې کړي.

هغه زياته کړه، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې راپورونه ورکول کېږي او په دې وروستيو کې دغه راپورونه زيات شوي دي.

نوموړي‌ همداشان ویلي و، چې له ځینو افغانانو سره په خپلو وروستیو کتنو کې هغوی ورته ویلي دي، چې دوی داسې احساس کوي چې نړیوالې ټولنې ورسره خیانت کړی دی.

هغه وویل، چې د دوو کلنو وروسته دا پوښتنه د ډیرو په ژبه په ځانګړي ډول د هغو افغانانو، چې د اوسني وضعیت سره مخالف دي داده چې ددې پر ځای چې مخ په خرابیدو د روان د وضعیت په غندنه اکتفا وشي، په ځانګړي ډول د نړیوالې ټولنې له خوا څه باید د وضعیت د بدلون لپاره ترسره شي، چې د یو محسوس بدلون سبب شي.

د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه له اندېښنو وروسته ریچارډ بنیټ د دغه هېواد لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وټاکه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت په داسې حال کې تمدید کیږي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو راپورونه خپاره شوي دي، خو طالبانو دغه راپورونه رد کړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی او د واک ترلاسه کولو سره سم یې ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.

طالبانو له وړاندې روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې واکمنۍ د پیل څخه بندیز لګولی دی.

طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه.

طالبانو ددې سربیره د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو په کار او مشارکت باندې بندیزونه لګولي دي. همداراز په وروستیو میاشتو کې یې په افغانستان کې د ښځو سینګارتونونه هم بند کړل.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG