د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي په کابل او ولایتونو کې ټول معتادین راټولوي


افغان معتادین د درملنې په مرکز

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي په کابل کې یې په نشو د روږدو کسانو راټولول پيل کړي او ولایتونو کې به هم دا کار کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي نن یکشنبه نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) رسنیو ته په لېږلي غږیږ پیغام کې ویلي چې په کابل کې راټول شوي معتادین د درملنې مرکزونو ته انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړې:" د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت په پام کې لري چې له کابل ښار څخه ټول معتادین راټول کړي، همداسې به دغه لړۍ ولایتونو ته هم وغځول شي، په ولایتونو کې چې کوم معتادین دي هغه راټول شي او د درملنې لپاره ورغتونونو ته انتقال شي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت که څه هم نه دي ویلي چې تر دا مهاله یې څومره معتادین راټول کړي، خو تیره ورځ یې خبر ورکړ چې یوازې په یوه اونۍ کې په کابل ښار کې ۲۷۱۸ معتادین تر راټولو وروسته روغتونونو ته انتقال کړي دي.

یاد وزارت وویل چې دغه معتادین هغه څوارلس مرکزونو (OPD) او څوارلس داخل بستر روغتونونو ته لیږدول شوي دي چې ځینې یې تر درملنې وروسته رخصت شوي او ځینې یې تر درملنې لاندې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د مخدره موادو د قاچاقبرانو د نیولو بهیر هم ګړندی کړی او په دې برخه کې ښه لاسته راوړنې هم لري.

که څه هم تر دا مهاله کره ارقام نه دي معلوم، خو تر دې مخکې ویل کېدل چې په افغانستان کې شااوخوا درې میلیونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي.

XS
SM
MD
LG