د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې زلزله؛ د قربانیانو شمیر ۱۱۶ تنو ته پورته شو


په ترکیه کې مسولینو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۴ (لړم ۱۴) د جمعې د ورځې د زلزلې په ویجاړو او نسکوره شویو ودانیو کې د ژغورنې او لټونې عملیاتپاې ته ورسول.

د ترکیې د بیړني حالت په وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي چې ددې زلزلې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۱۴ او د ټپیانو شمیر ۱۰۳۵ تنو ته رسیدلی دی چې زیات تلفات د ازمیر ښار کې ثبت شوي دي.

مقاماتو ویلي دي د ۱۷ ویجاړو شویو ودانیو په خرابو کي د ژغورنې عملیات بشپړ شوي دي.

په ترکیه کې د ۱۱۴ تنو د وژل کیدو سربیره د جمعې د ورځې د زلزلې په نتیجه کې دوه تنه د یونان په ساموس ټاپو کې هم مړه شوي دي.

د ترکیې د ژغونې عملیې د سه شنبې په ورځ پوره ۹۰ ساعته وروسته له زلزلې یوه نجلۍ د خاورو او تیږو لاندې ژوندۍ وموندله.

د بیړني حالت سره د مبارزې مسولانو ویلي دي چې هغوی چې ددغه زلزلې په وجه بې کوره شوي ورته یې ۲۷۹۰ موقتي خیمې او څه دپاسه لس زره بسترې برابرې کړې دي.

په ترکیه کې د مسولانو په وینا دغه زلزله د ازمیر ښار په ساحلي اوبو کې د ۲۲ بیړیو د غرقیدو سبب شوې هم ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروی مرکز د ترکیې د وروستۍ زلزلې شدت چې د استانبول څخه نیولی د یونان تر پلازمینې آتن پورې سیمې یې لړزولي، د ریختر په کچه اوه درجې ښودلې او د ترکیې د بیړني حالت ادارې هغه ۶.۶ درجې رپوټ کړې ده.

ترکیه د جغرافیایي پلوه په داسې سیمه کې ده چې زلزلې په کې رامنځ ته کیږي. د روان کال په جنورۍ کې د ترکیې په ایلازیګ ولایت کې زلزلې ۴۱ کسان وژلي وو.

همداشان په ۲۰۱۱ کې د ترکیې په وان ښار کې زلزلې څه دپاسه ۵۰۰ کسان مړه کړي وو. په ۱۹۹۹ کې ددې هیواد په شمال لویدیځ کې دوه سختو زلزلو څه دپاسه ۱۸ زره کسان وژلي وو.

XS
SM
MD
LG