د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې زلزله، د مړو شمېر ۲۶ تنو ته ورسېد


د ترکیې زلزله ځپلې سیمه
د ترکیې زلزله ځپلې سیمه

د ترکي چارواکو په وینا په دغه هیواد کې د پرونۍ زلزلې له امله دمړو شوو کسانو شمېر ۲۶ تنو ته ورسېد.

اسوشېټيډ پریس خبري اژانس نن شنبه اکتوبر۳۱(لړم۱۰) د ترکي چارواکو په حواله ویلي چې تر ټولو زیات۲۴ کسان د ترکیې په «ازمیر» ایالت کې مړه شوي دي.

ویل کیږي چې د یادې زلزلې له امله څه باندې ۸۰۰ تنه نور ټپيان شوي هم دي.

ترکي چارواکو ویلي چې «ازمیر» ایالت ته ۳۰۰۰ ژغورندویه کسان لېږل شوي، ترڅو ځپل شوو کسانو بېړنۍ مرستې ورسوي.

د ترکیې چارواکي ویلي چې د زلزلې اندازه د ریښتر په کچه ۶.۹ دریجې وه چې پرون جمعه اکتوبر ۳۰مه رامنځته شوه.

د راپورونو له مخې یادې زلزلې استانبول ته نژدې ځینې سیمې او د یونان جزایرو ځینې برخې هم لړزول دي.

چارواکي‌ وايي د یونان د «ساموس» په جزیره کې دغې زلزلې دوه کسان مړه کړي او اته نور ژوبل دي.

د ترکیې په «ازمیر» کې د دغې زلزلې له کبله د سمندر اوبه له خپلې سطحې څخه اوښتې او په سیلاب بدلې شوي دي

XS
SM
MD
LG