د لاس رسي وړ اتصالات

جوزجان کې د طالبانو برید کې د ملي اردو ۶ سرتیري وژل شوي ـ دفاع وزارت


افغان حکومت، امریکا، ملګرو متلونو، ناټو او اورپايي ټولنې له طالبانو څخه د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې وه
افغان حکومت، امریکا، ملګرو متلونو، ناټو او اورپايي ټولنې له طالبانو څخه د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې وه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جوزجان ولایت په «اقچه» ولسوالۍ کې طالبانو سره نښته کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دی.

دفاع وزارت نن چهارشنبه جون۱۷(غبرګولې۲۸) ویلي چې دغه مرګ ژوبله تیره شپه د اقچه ولسوالۍ په بالاحصار سیمه کې د ملي اردو پر امنیتي پوستو د طالبانو د برید پرمهال رامنځته شوې ده.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "بدبختانه زموږ د ملي اردو شپږ قهرمان سرتیري په دغه نښته کې شهیدان شوي دي، او درې تنه نور ټپيان شوي دي."

په اعلامیه کې راغلي چې په دغه نښته کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

خو د جوزجان د والي ویاند معروف اذر بیا امریکا غږ ته وویل چې په دغه نښته کې ۱۲ ملي اردو سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي اذر ویلي چې طالبانو څلور نور امنیتي سرتیري له ځان سره وړي دي.

هغه زیاته کړه: "تیره شپه وسله والو طالبانو د اقچه ولسوالۍ پر بالاحصار او جبار شهید پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، په دغه نښته کې ۱۲ امنیتي سرتیري شهیدان شوي او ۵ ټپيان دي او څلور نور طالبانو له ځان سره نیولي دي، او پنځو نفرو نورو مقاومت کړی دی."

د اقچه ولسوال غلام سخي سبحاني هم امریکا غږ ته وویل چې په دغه نښته کې مړه شوي او ټپيان د ملي اردو، ملي امنیت او سیمه ییزې اردو سرتیري دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه بله اعلامیه کې هم ویلي چې تیره ورځ د غزني ولایت د مرکز اړوند شهباز، نوغي او د اندړو ولسوالۍ د نظر خان په سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت روانه اونۍ وویل چې وسله‌والو طالبانو په دې وروستیو کې د تمې په خلاف تاوتریخوالی زیات کړی او د افغان امنیتي او دفاعي سکتور منسوبینو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ وویل چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې له ۴۰۰ زیات امنیتي او دفاعي منسوبین وژل شوي او ټپیان شوي دي.

افغان دافاعي ځواکونو ته دغه تازه مرګ ژوبله پر داسې مهال اوړي چې د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه د بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه هیلې زیاتې شوي دي.

د افغان حکومت په ګډون امریکا، ملګرو ملتونو، ناټو او اورپايي ټولنې له طالبانو څخه د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG