د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سره د کرکټ سیالیو ته د افغانستان چمتوالی 


د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالۍ د اګست په وروستیو کې پیلیږي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالۍ د اګست په وروستیو کې پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره دریو یوې ورځنیو سیالیو ته د چمتوالي لپاره بل تمریني کمپ پیلوي.

دا کمپ به د سه شنبې په ورځ جولاۍ په شپږمه (چنګاښ۱۵) په کابل کې پیل او د همدغې میاشتې په ۱۷ به پای ته ورسیږي.

په دغه تمریني کمپ کې ۲۷ لوبغاړي شامل دي.‌

دا مهال د افغانستان ځینې نور لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن، ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق په انګلنډ کې په تجارتي لوبو بوخت دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د مطبوعاتو مسئول حکمت حسن امریکا غږ ته وویل چې دا لوبغاړي هم له پاکستان سره سیالیو ته په پام کې نیول شوي دي.

په دغه لست کې د افغانستان بل لوبغاړی نجیب ځدراڼ نشته. ښاغلي حسن وویل: « د هغه پښه ژوبله شوې ده او ډاکټرانو ورته د شاوخوا څلورو اونیو لپاره د استراحت سپارښتنه کړې ده. له هغه وروسته به یې وضعیت ته لیدو پرېکړه کیږي.»

له دغه تمرین وروسته به د افغانستان لوبغاړي متحدو عربو اماراتو ته ځي. د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د اګست په وروستیو کې درې یوه ورځنۍ لوبې پیلیږي.

دا لوبې د ۲۰۲۳ یوې ورځنیو نړیوالو لوبو ته د ورتلو مستقیمه لار ده.

XS
SM
MD
LG