د لاس رسي وړ اتصالات

اصغر افغان له کپتانۍ څخه لېرې شو


اصغر افغان له ۲۰۱۷ راپدیخوا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان و
اصغر افغان له ۲۰۱۷ راپدیخوا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان و

د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې له کپتانۍ څخه لېرې کړ او پر ځای یې حشمت الله شهیدي کپتان کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیې کې د اصغر افغان د لېرې کېدو علت څو میاشتې مخکې له زمبابوې سره په لوبو کې د ښاغلي افغان ځینې غلطې پرېکړې بلل شوي دي.

د کرکټ بورډ اعلامیه وايي: «د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي. په همدې اساس د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.»

د کرکټ بورډ اعلامیه وایي چې ژر به د ۲۰ اورونو لپاره به نوی لوبډلمشر معرفيکړي. راشد خان دا مهال په شلو اورونو کې د افغانستان د ملي لوبډلې مرستیال کپتان دی.

XS
SM
MD
LG