د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ غوره لیګ د ۲۰۲۲ فبرورۍ ته وځنډول شو


د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کوربه توب په برخه کې د ستونزو له امله د افغانستان کرکټ غوره لیګ (APL) په روان ۲۰۲۱ کال کې نه ترسره کیږي.

د دغه بورډ مشر فرهان یوسفزي نن چهارشنبه جون ۳۰ (چنګاښ نهمه) په یوې خبري ناستې کې خبریالانو ته وویل چې د اې پي ال دویم پړاو لوبې به د ۲۰۲۲ په فبرورۍ میاشت کې ترسره شي.

ښاغلي یوسفزي دا هم وویل چې د اې پي ال د فساد قضیه د افغانستان کرکټ بورډ ګټلې ده.

هغه زیاته کړه: "افغانستان له تړون کوونکې سپورټي کمپنۍ نه قضیه ګټلې. موږ به هغه کسان چې د اې پیل ال په فساد کې لاس درلوده لویې څارنوالۍ ته معرفي کړو. زموږ ستونزه د کوربه توب په برخې کې ده چې غواړو په اماراتو کې وشي. راتلونکي فبروري میاشت کې به د اې پي ال لوبې ترسره شي."

په پام کې وه چې د افغانستان د کرکت غوره لیګ سیالۍ د روان کال په اپرېل میاشت کې وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۸ کال کې د کرکټ غوره لیګ د لومړي ځل لپاره پرانیسته چې لوبې یې په اماراتو کې ترسره شوې. په دغه لیګ کې پینځه لوبډلې سره لوبېدې.

د کرکټ نړیوالې شورا له دې مخکې د یو راپور په خپرولو ویلي چې د افغانستان کرکټ غوره لیګ کې درغلۍ شوي دي.

XS
SM
MD
LG