د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو یو هلیکوپټر د بیړنۍ ناستې وروسته له منځه وړی


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې افغان هوايي ځواکونو یو (MI-17) هلیکوپټر د پکتیکا په ناامنه ولایت کې د بیړنۍ ناستې وروسته له منځه وړی دی.

دفاع وزارت نن جمعه (د مرغومې ۲۰مه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا هلیکوپټر تېره شپه د پکتیکا ولایت د زیروک په ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته کړې وه، چې چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.

په اعلامیې کې راغلي "د هلیکوپټر په اړه ارزونې وشوې چې د جوړولو وړ نه وو، له هغه وروسته له منځ یوړل شو."

د دغه هلیکوپتر د بیړنۍ ناستې لامل تخنیکي ستونزې ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک یو MI ۳۵ هلیکوپټر نسکور شوی وو.

په دې پېښې کې دوه افغان پیلوټانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

په همدې ورځ د دفاع وزارت اعلان وکړ چې پکتیا ولایت کې یوه بل هلیکوپټر هم د تخنیکي ستونزو له کبله، بیړنۍ ناسته کړې وه.

په تیره دریو ورځو کې د درییم هلیکوپتر دی، چې د تخنیکي عوارضو له امله د دغسې برخلیک سره مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG