د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د افغان پوځ یو هلیکوپتر لویدلی او دوه پیلوټان مړه شوي


دا په تېر یو نیم کال کې د افغان هوايي ځواکونو درېیمه هلیکوپتره ده، چې په فراه ولایت کې غورځیږي
دا په تېر یو نیم کال کې د افغان هوايي ځواکونو درېیمه هلیکوپتره ده، چې په فراه ولایت کې غورځیږي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو د هوايي ځواکونو یوه MI-35 ډوله هلیکوپتر د تخنیکي ستونزو له امله د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې لویدلی دی.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي امریکا غږ ته وویل چې پېښه د چهارشنبې په ورځ د نومبر په اتمه (مرغومي ۱۸مه) د سهار شاوخوا ۱۱ بجې شوې ده.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: "په خواشینۍ سره په دې پېښه کې د هېواد د هوايي ځواک دوه اتل پیلوټان شهیدان شوي دي."

د هغه په وینا دا څرخي الوتکه د فراه ولایت له مرکز څخه د پرچمن ولسوالۍ په لور روانه وه چې د تخنیکي عوارضو وروسته یې سقوط یې وکړ.

روح‌الله احمدزي وویل د افغانستان د دفاع وزارت په دې اړه تحقیقات پیل کړي دي او بشپړ جزیات به د څېړنو له بشپړېدو وروسته خپاره کړي.

د دفاع وزارت ویاند دغه راز وویل د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې هم د ملي اردو یوې MI-17 ډوله هلیکوپترې د تخنیکي ستونزو له امله بیړنۍ ناسته کړې، چې چا ته په کې زیان نه دی رسېدلی.

د هغه پر وینا دا پېښه په ګردیز کې د تندر قول اردو د ۲۰۳ قول اردو په هوايي ډګر کې نن له غرمې وروسته یوه بجه شوې ده.

دا په تېر یو نیم کال کې د افغان هوايي ځواکونو درېیمه هلیکوپتره ده، چې په فراه ولایت کې غورځیږي.

فراه د افغانستان په لویدیځ کې یو له نسبتاً ناامنه ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې د چارواکو پر وینا په یو شمیر ولسواليو کې یې طالبان پراخ حضور لري.

XS
SM
MD
LG