د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د خپلو ځانګړو ځواکونو له خوا په "ناقانونه توګه د افغانانو د وژلو" په اړه پلټنې پیلوي 


د افغانستان په یو جنوبي ولایت کې دوه بریټانوي پوځيان
د افغانستان په یو جنوبي ولایت کې دوه بریټانوي پوځيان

د بریتانیا حکومت د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري دویمه) د هغو تورونو په اړه علني پلټنې پیلوي چې ویل کیږي د یاد هیواد ځانګړو هوایي ځواکونو په افغانستان کې د شپې د عملیاتو پرمهال په لسګونه کسان په غیرقانوني ډول وژلي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت وروسته له هغه ددغو پلټنو امر وکړ چې تیر کال د بي بي سي تلویزیون په یو مستند کې وویل چې د بریتانیا ځانګړو هوایي ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پرمهال ۵۴ افغانان په شکمن حالت کې وژلي دي.

ددغو پلټنو د پیل بل دلیل دا و چې په هغه وخت کې دوو کورنیو ادعا وکړه د بریتانیا ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د هغوی عزیزان وژلي دي، یادو کورنیو په دې اړه د پلټنو غوښتنه وکړه.

دغه څیړنې او پلټنې د چارلس هیډن کیف په نامه د یو جګپوړي قاضي له خوا رهبري کیږي او نوموړی به دا وپلتي چې ایا بریتانوي ځواکونو د ۲۰۱۰ کال له نیمایي څخه بیا د ۲۰۱۳ کال تر نیمایي پورې په خپلو عملیاتو کې غیر قانوني کړني ترسره کړي که نه او آیا د غیر قانوني وژنو په اړه موثق معلومات شته که نه.

په دې څیړنو کې به دا هم وکتل شي‌ چې ایا د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د ناقانونه وژلو په اړه معلوماتو له موثقو سرچینو معلومات اخیستي که نه، ایا د شاهي پوځ له خوا تحقیقات په منظم شکل ترسره شوي وو که نه او ایا غیر قانوني وژنې پټي شوي دي که نه.

د بریتانیا د قوانینو له مخې که د پوځ یو قومندان د خپل لاس لاندې کسانو له خوا د جنګي جنایاتو څخه خبر وي او راپور یې ورنکړي، دا ناغیړی په راپور ورکولو کې خپله یو جرمي عمل ګڼل کیږي.

د بریتانیا د دفاع وزارت یو جګپوړي چارواکي انډرو موریسن په ډسمبر میاشت کې پارلمان ته ددغو پلټنو د اعلان پرمهال وویل چې وسله وال پوځونه واقعا د امکان تر حده علمیاتونه د ستندردونو پر اساس کوي.

نوموړي زیاته کړه چې عملیاتونه باید د قانون په چوکات کې ترسره شي او کوم معتبر تورونه چې په پوځیانو لګیږي تل باید په بشپړ شکل وپلټل شي.

د بریتانیا نظامي پولیسو تر دې وړاندې څو ځله په افغانستان کې د یاد هیواد د ځانګړو هوایي ځواکونو په ګډون د بریتانوي ځواکونو د ناوړه رفتار د تورونو په اړه پلټنې وکړې خو ددغه هیواد دفاع وزارت وویل چې د قانوني څار لپاره یې کافي شواهد ونه موندل.

بریتانیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د ناقانونه کړنو په اړه په داسې حال کې پلټنې پیلوي چې د مارچ په ۲۰ استرالیایي چارواکو وویل د هغه هیواد یو پخوانی پوځي یې په افغانستان کې د ماموریت پرمهال د یو ملکي افغان د وژلو د ادعاو په خاطر نیولی دی.

ددې خبر په جوړیدو کې د رویترژ خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG