د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم استعفا ورکړه


په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم له خپلې دندې څخه استعفی ورکړې ده.

نوموړي نن دوشنبه جنورۍ لسمه (مرغومې ۲۰) په خپل فیسبوک او ټویټر پاڼو د خپلې استعفا خبر خپور کړی دی.

نوموړي ویلي چې نور یې په دغه دنده خپل موثریت نه لیده نو ځکه یې دنده پرېښودل: "زه کار د معاش لپاره نکوم. باید خپل موثریت ووینم. نور مې دغه موثریت نه لید، نه له فکري اړخه او نه هم له تخنیکي اړخه."

هغه زیاته کړې چې له تیرو پنځو میاشتو یې معاش نه دی اخیستی او په خبره یې د سفارت مصارف یې د شته امکاناتو څخه برابرول.

جاوید احمد قایم ویلي چې د سفارت د اجناسو اووه مخیزه مکمل لست او د سفارت په اکاونټ کې د پاتې پیسو حساب یې له کابل سره شریک کړی دی.

ښاغلی قایم په ۲۰۱۹ کال کې د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا په چین د افغانستان د سفر په توګه ټاکل شوی و.

دا په داسې حال کیده چې په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په ملګرو ملتونو او ځینو نورو هیوادونو کې د دغه هیواد د سفارت پر څوکیو باندې د پخوانیو او نوو معرفي شوو افغان دپلوماتانو ترمنځ ستونزې راولاړې شوي دي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله رسماً د کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

بلخوا داسې ویل کیږي چې جاوید احمد قایم په چین کې د افغانستان د سفارت چارې د سید محی الدین سادات په نوم د طالبانو لخوا معرفي شوي دپلومات ته سپارلي دي.

سید محی الدین سادات چې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی و ویل کیږي چې تازه د چین لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د لومړي سکرټر په صفت ټاکل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله په رسمي ډول دغه خبر نه دی تائید کړی.

پر همدې مهال طلوع نیوز خصوصي تلویزیون د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران، چین او پاکستان لپاره خپل دپلوماتیک استازي معرفي کړي دي.

داسې هم ویل کیږي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغانستان د سفارت لپاره دپلوماتان معرفي کړي دي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي په دغه هیواد کې د افغانستان د سفارت دپلوماتیک فعالیتونه د نورو بهرنیو سفارتونو په شان د ۱۹۶۱ کنوانسیون د تعریف شویو اصولو او قواعدو له مخې پر ځای دي.

د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه جنورۍ نهمه (مرغومې ۱۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له دې څخه به بهر هیڅ ډول تغیر او تحول امکان نلري.

XS
SM
MD
LG