د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د افغان ډاکټرانو ټولنه وايي د تازه راغلیو کډوالو وړیا درملنه کوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په متحده ایالاتو کې د افغان ډاکټرانو ټولنه (امپا) وايي، امریکا ته د هغو تازه راغلیو افغانانو دپاره وړیا روغتیايي خدمتونه چمتو کوي چې د روغتیايي بیمې د اخیستلو توان نلري.

د امپا اجرایي رئیسې هوسی حشام امریکا غږ ته وویل چې په دې پروګرام کې زیاتره د داخلې او اطفالو متخصص ډاکتران شامل دي او کولای شي د وینې د لوړ فشار، رواني تکلیفونو، شکرې او انتاني ناروغیو درملنه وکړي.

هغې وویل: "په امریکا کې د افغان ډاکټرانو ټولنه اوس په داسې پلان په فعاله توګه کار کوي، چې لومړی افغان ناروغان، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته امریکا ته راغلي، راجستر کړي او بیا یې درملنه پیل کړي. دا خدمات یوزاې د ناروغ کس دپاره نه بلکه د کورنۍ ټول غړي تر پوښښ لاندې نیسي او روغتیايي بیمې ته اړتیا نلري."

پدې خدماتو کې معاینه، تشخیص او درملنه او همدارنګه ناروغ ته د اړتیا وړ درملو چمتو کول هم شامل دي.

که څه هم دا پروګرام په کالیفورنیا، فلوریډا، پنسلوانیا او واشنګټن ایالتونو کې د یو کال لپاره پیل شوی، خو د امریکا په نورو ایالتونو کې مېشت افغانان هم کولای شي له دغو روغتیايي خدمتونو څخه په انلاین بڼه استفاده وکړي.

امریکا میشتي افغان، بلال سخي زاده، امریکا غږ ته وویل، د دې اقدام هرکلی کوي. هغه زیاته کړه: "دا پروګرام د نویو راغلو افغانانو لپاره خورا ښه دی، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې بیمه نه لري."

د افغان امریکايي ډاکټرانو د ټولنې د پروګرامونو مسوول ډاکتر محمد یوسف جبارخېل وايي، چې دغه پروګرام کولای شي ۲۵۰۰ کسانو ته روغتیايي اسانتیاوې چمتو کړي. نوموړی وايي، ټاکل شوې ده چې د پرواګرام موده هم ددې کال په پای کې له څېړنو وروسته وغځول شي.

جبارخیل زیاتوي چې د دې پروګرام ډاکټران د اړتیا په صورت کې، مراجعین نورو متخصصو ډاکټرانو او ارګانونو ته معرفي کوي.

XS
SM
MD
LG