د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له واکمنۍوروسته امریکا ته راغلې افغانه څنګه ښوونکې شوه


فیروزه امیري وايي په امريکا کې له مېشتېدو خوشحاله ده
فیروزه امیري وايي په امريکا کې له مېشتېدو خوشحاله ده

افغانې ښوونکې فیروزې امیري چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته امریکا ته کډه شوې، اوس د ماسچوسټس په ایالت کې نوی ژوند پیل کړی او په یوه عالي لېسه کې د ښوونکې د مرستیالې په توګه کار کوي.

امیري او د هغې اوه کلن زوی، د هغو زرګونو افغانانو په ډله کې وو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه ووتل.

میرمن امیري وايي کله چې هغه ماسچوسټس ته راغله نه پوهېده چې څه به کوي. هغه وايي: "له نېکه مرغه زه یوې ډلې ته ور وپیژندل شوم. دا د ښځو یوه ډله وه چې زما ملا یې وتړله او په هرڅه کې یې راسره مرسته وکړه."

د امیري په بیا مېشتېدلو کې د نوموړې سره ددې ایالت د نارتبورو سیمې د ټرینټي کلیسا د ټولنیز ملاتړ ډلې مرسته وکړه.

د ټولنیز ملاتړ ډلې غړی، جان پوسلوزني، وايي دا د دوی ټولنیزه هڅه ده چې د خلکو سره مرسته وکړي. هغه وايي: "مونږ د خپلې ټولنې سره مرسته کوو، په ډیر لږ وخت کې له خپلو ملګرو سره خبره شریکوو او هغوی ته ځان رسوو. په نارتبورو کې موږ ډیر داسې خلک لرو چې غواړي مرسته وکړي."

چم ګاونډ له امیري سره مرسته وکړه چې د استوګنې لپاره ځای پیدا کړي او خپل زوی په ښونځي کې شامل کړي او اوس ورسره مرسته کوي چې موټر زده کړي، موټر واخلي او ژبه زده کړي.

د ټولنیز ملاتړ ډلې یوه غړې، مارتا میشلویچ، وايي: "فېروزې زموږ په ټیم کې د دوو میرمنو سره د انګلیسي ژبې زدکړې پیل کړي، انفرادي زدکړې. دوی په اونۍ کې دوه ځله راځي. یوه، یوه ورځ او بله، بله ورځ. یو بل کس د هغې سره کار وکړو چې دنده تر لاسه کړي."

امیري خپله لومړۍ دنده په دې سیمه کې په یو پلورنځي کې ترلاسه کړه، خو د ټولنیز ملاتړ ډلې ورسره د هغې د خوښې دندې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه.

امیري چې په افغانستان کې یې د منځني ښوونځي د ښوونکې په توګه کار کړی، وايي، که په افغانستان کې وای، نو نه یې شول کولای چې تدریس ته دوام ورکړي ځکه چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او ښځې یې په بهر کې د کار کولو نه منع کړې دي.

هغه زیاتوي: "دا څرګنده ده چې زه به د نورو ښځو په څیر په کور کې ناسته وم، مور مې ښوونکې وه. خور مې ښوونکې وه. دوی دواړه اوس په کور کې ناستې دي."

اميري وايي، په امريکا کې له مېشتېدو خوشحاله ده، خو په افغانستان کې د خپلې کورنۍ په اړه اندیښنه لري.

XS
SM
MD
LG