د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او خیبر پښتونخوا خواریکښ وایي د پنجاب پولیس یې ځوروي


عکس ارشیف: افغان کډوال
عکس ارشیف: افغان کډوال

د پنجاب په ګوجرانواله او لاهور ښار کې د افغانستان او خیبر پښتونخوا پښتانه کاروباريان او خواريکښ وايي، پوليس يې ځوروي او پیسې ترې اخلي او کله وايي شناختي کارت نه لرئ او کله وايي ترهګر یاست او په یوه او بله پلمه ورباندې په تاڼه کې څو څو شپې تېروي.

خو پوليس وايي، دوى يوازې مشکوک او له شناختي کارت نه لرونکو خلکو پلټنې کوي او بیا يې پرېږدي.

په ګوجرانواله ښار کې میشت د خیبر پښتونخوا ځینې پښتانه وايي، له کلونو راهيسې دلته میشت دي خو بيا يې هم ځايي پوليس ځوروي او کار ته يې نه پرېږدي.

دوی ادعا کوي چې د پاسپورټ او شناختي کارت په دفترونو کې ترې پېسې اخلي او بیا ورته په یوه یا بله پلمه کارتونه هم نه ورکول کېږي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي سید غفور چې په ګوجرانواله کې د وسپنې کارخانې لري امریکا غږ ته خپلې ستونزې دا ډول بیان کړې: "له کلونو راهیسې دلته کاروبار کوم، خو کله کله پولیس راشي، مزدوران تنګوي، او ما هم تنګوي. څو وارې مې د پولیسو مشر ته شکایت هم وکړ خو هېڅ ګټه نه کوي."

په ګوجرانواله کې د دوهم لاس توکیو یو غټ مرکز چې لنډا بازار نومېږي، په دې کې تر دوه زره زیات دکانونه دي چې ۹۵ فیصده یې د افغانستان او خیبر پښتونخوا د وګړو دي.

د دې بازار یو سوداګر محمد خان د خپلو ستونزو په اړه امریکا غږ ته وويل: "پولیسو چې یو کس نيولې وي او په هغه پسې څوک ورشي، نو هغه ته هم د مجرم په نظر ګوري، ته څوک يې؟ ستا کارت چېرې دى، نو ولې زه مسلمان نه يم زه پاکستانې نه يم دلته چې چايو خرڅولو والا مزدوران دي ټٶله ورځ چاى خرڅ کړي او څلور سوه روپۍ وګټي هغه ترې هم اکثره پوليس واخلي."

نوموړی وايي په ګوجرانواله کې یې ژوند ډیر په عذاب کې تیریږي او ډیر بد چلند ورسره کېږي.

بلخوا د پنجاب په لاهور کې د کونړ ولایت فضل منان امریکا غږ ته وویل، یو کال وړاندې یې حکومت دکانونه په دې پلمه ونړول چې دا غیر قانوني دي: "د دکان تر ړنګولو پس دا دی اوس په رېړۍ کې زاړه کوټونه او بنیانونه او نور کالي خرڅوم، اوس مې هم پولیس ځوروي. بچو ته یوه ګوله ډوډۍ ګټو هغې ته مو هم نه پرېږي ژوند یې راته ډېر تنګ کړي دی، خو څه وکړو ماشومان بچي لرم مجبوري ده."

د ګوجرانوالې سېټلايټ ټاون د لنډې بازار سیمې د تاڼې مشر شاکرالله امریکا غږ ته وویل، کله یې هم څوک نه دی ځورولی: "موږ مشکوک لټوو، چې قانوني اسناد نه لري، د هغوی پلټنې کوو او بیرته يې خوشې کوو او په دې هېڅ صداقت نشته چې موږ له دوی پېسې یا قلنګ اخلو."

د ۲۰۲۳ کال په درېم اکتوبر د پاکستان حکومت اعلان کړی وو، چې په دغه هېواد کې ناقانونه میشته بهرنیانو چې اکثریت یې افغان کډوال دي، د اکتوبر تر ۳۱مې د وتو وروستۍ نېټه ورکړې وه، له هغه پس له پاکستان څخه تر شپږ سوه زره زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شول. خپل هېواد ته د افغان کډوالو لېږدولو پر مهال د پاکستانیو امنیتي ادارو د چلند په باب د زښته ډېرو شکایتونو راپورونه ورکړل شوي دي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو، پاکستان کې ملتپالو ګوندونو او د طالبانو حکومت د پاکستان په پرېکړه بیا بیا اندېښنې ښودلې او وایي په لکونو خلک له لوږې او بې روزګارۍ سره مخ افغانستان ته لېږل د کډوالو د نړیوال قانون او بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG