د لاس رسي وړ اتصالات

ملتپاله پښتانه ګوندونه: له پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل نه منو


د پښتون ملتپالو ګوندونو غونډه
د پښتون ملتپالو ګوندونو غونډه

له پاکستان څخه د ناقانونه کډوالو د شړلو په وړاندې چې اکثریت یې افغانان دي، په دغه هېواد کې پښتنو ملتپالو سیاسي او مذهبي ګوندونو سخت غبرګون ښودلی. پښتنو ملتپالو ګوندونو د کډوالو د اېستلو د وروستۍ نېټې پر ورځ اکتوبر ۳۱مه، د بلوچستان په مرکز کوټه کې یو لوی لاریون هم وکړ.

پاکستاني چارواکو ویلي، د وروستۍ نېټې تر ختمېدو وروسته به غیرقانوني کډوال نیول کېږي او جاییدادونه به یې ضبط کېږي.

د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په د سې شبنې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم ۹) په یو بیان کې په پاکستان کې له قانوني میشتو کډوالو سره د ریاستي ادارو پر چلند خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې، «د کډوالو اېستل دوه اړخیزه مسله وه او پکار وه چې په افغانستان کې له حکومت سره یې هم خبرې کړې وای.»

نوموړي د پاکستان له ریاستي ادارو غوښتي چې د افغان کډوالو په خوندي توګه خپل هېواد ته د ستنولو بهیر ډاډمن کړي.

مولانا فضل الرحمن په خپل بیان کې په ټینګار سره ویلي چې ریاستي ادارې دې د افغان کډوالو له ځورولو ډډه وکړي او اسناد لرونکي کډوال دې نه نیسي.

تېره دوشنبه د اسلام اباد یوې محکمې ته یو افغان چې په پاکستان کې د اوسیدنې اسناد لري او د پاکستان د پنجاب صوبې په جهلم کې اوسېږي، عریضه کړې چې دی په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اجازه لري خو بیا هم امنیتي چارواکي د ده کورنۍ ځوروي.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د عوامي نیشنل پارټۍ صوبايي جنرل سیکرټر سردار حسین بابک هم له افغان کډوالو سره د ده په خبره پر ناوړه چلند سخته خواشیني ښودلې.

هغه د سه شنبې په ورځ د خپل ګوند پر فېسبوک پاڼه په یو ویډيويي پيغام کې ویلي چې دا مهال په دواړو دولتونو (افغانستان او پاکستان) کې د پښتنو افغانانو ژوند له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

نوموړي ویلي داسې خبرونه شته چې د خیبر پښتونخوا ځینې پولیس له افغان کډوالو قانوني اسناد اخلي او څیري کوي یې. هغه هیله وښودله چې «له کډوالو سره دې سپک چلند ودروي ځکه چې پښتانه افغانان چې هرچېرته اوسېږي یو خلک دي.»

د بلوچستان مرکز کوټه کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم نن پر خپله فېسوک پاڼه په یوه بیان کې د دوی په وینا له افغان کډوالو سره د جبري، غیر اییني او ناقانونه چلند پرضد او په چمن کې د سوداګرو اتحادیې په ملاتړ د جنوبي پښتونخوا په ټولو ضلعو کې سبا د پنجشنبې پر ورځ احتجاجي لاریونه کوي.

د اکتوبر پر ۳۱مه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه هم وه، د کوټې ښار په باچا خان څلور لاره کې پښتنو ملتپالو ګوندونو چې پکې عوامي نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ چې مشري یې خوشال خان کاکړ کوي، نیشنل ډموکراټیک غورځنګ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغان کډوالو د شړلو خلاف یوه لویه احتجاجي غونډه وکړه.

دوی په خپلو ویناو کې وویل، چې د افغان کډوالو شړل نه مني او په دې ترڅ کې یې د روانې نومبر میاشتې پر درېمه نېټه د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې اعتصاب او کاربندیز اعلان کړی دی.

پاکستاني مقامات وايي، د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو پریکړه یې په هېواد کې امنیتي او اقتصادي ستونزو ته په کتو کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG