د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځانګړو ځواکونو هلمند کې د طالبانو زندان مات کړی


افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له زندان څخه ۳۳ زندانیان خوشي کړي دي.

په هلمند کې د ځانګړو ځواکونو د اوم کنډک د عامه اړیکو مسئول تورن ګل محمد بهادري د «غبرګولې پر لسمه»اشنا راډیو ته وويل چې دغه عملیات يې د کره استخباراتي معلوماتو له مخې نن جمعه سهار وختي تر سره کړي دي.

هغه وویل، چې د دغه عملیاتو پرمهال د زندان ساتونکي دوه تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په خوشي شوو کسانو کې یو تن ملکی وګړی شامل دی او پاتې ۳۲ تنه ټول یې د ملي اردو سرتېري دي.

هغه وویل:"د خنجر کنډک سرتیرو د غه عملیات د کجکي ولسوالۍ په ابادار کاریز سیمه کې تر سره کړه چې په پایله کې ټول زندانیان چې ځيني يې له تیرو څلورو کالونو راهیسې له وسله والو طالبانو سره بندیان وه را خوشي او تر کوچني اختر مخکې په له خپلو کورنیو سره یو ځای شي."

په هلمند کې د ځانګړو ځواکونو د اوم کنډک د عامه اړیکو مسؤل بهادري وویل، چې د طالبانو له زندان څخه خوشي شوي زندانیان د ۲۱۵ میوند قول اوردو مرکز ته انتقال شوي او تر صحي معایناتو وروسته به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

افغان ځانګړو ځواکونو پرون پنجشنبه د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې هم د طالبانو له زندان څخه ۲۸ زندانیان خوشي کړي و.

طالبانو تر دا مهاله په هلمند کې بر خپل زندان د یادو تر سره شوو عملیاتو په اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG