د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کمانډو هرات کې د طالبانو له زندانه ۴۱ بندیان ازاد کړي ـ دفاع وزارت


له بند څخه ازاد شوي بندیان او افغان کمانډو
له بند څخه ازاد شوي بندیان او افغان کمانډو

د افغانستان دفاع وزارت په هرات ولایت کې د طالبانو له زندان څخه د ۴۱ بندیانو د ازادولو خبر ورکړ.

دفاع وزارت نن سې شنبه مۍ ۲۵ (غبرګولې څلورمه) ویلي چې دغه بندیان تیره شپه د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په «مروا» سیمه کې د وسله والو طالبانو پر زندان د ځانګړو عملیاتو پرمهال را خلاص شوي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په ازاد شویو بندیانو کې ۱۹ تنه امنیتي سرتیري او ۲۲ تنه ملکي وګړي شامل دي.

د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو په اساس د دغه عملیاتو پرمهال ۷ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي او یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

دفاع وزارت وړمه شپه هم د افغانستان په بغلان ولایت کې د طالبانو له زندان څخه د اتو تنو بندیانو د ازادولو خبر ورکړی و.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو شپږ زندانونه د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال مات شوي او لسګونه زندانیان چې ملکي او پوځي کسان پکې شامل وو خوشي شوي دي.

تر دې مخکې یوناما د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره د طالبانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړ.

XS
SM
MD
LG