د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کمانډو بغلان کې د طالبانو زندان مات کړی ـ دفاع وزارت


تازه ازاد شوي بندیان

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو په بغلان ولایت کې د طالبانو له زندان څخه اته بندیان ازاد کړي دي.

دفاع وزارت نن دوشنبه مۍ ۲۴ (غبرګولې درېیمه) ویلي چې دغه بندیان تېره شپه د بغلان ولایت د نوي بغلان ولسوالۍ په عمرخېلو سیمه کې د طالبانو له زندان څخه د افغان کمانډو د ځانګړو عملیاتو پرمهال ازاد شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس ټول ازاد شوي بندیان افغان امنیتي سرتېري دي چې د څه وخت راپدېخوا په دغه زندان کې بندیان و.

پر همدې مهال په شمال کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند عبدالهادي نظري امریکا غږ ته وویل چې ازاد شوي بندیان د بلخ مرکز مزارشریف ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو شپږ زندانونه د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال مات شوي او لسګونه زندانیان چې ملکي او پوځي کسان پکې شامل وو خوشي شوي دي.

تر دې مخکې یوناما د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره د طالبانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړ.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG