د لاس رسي وړ اتصالات

'افغان ځواکونو نیمروز کې د طالبانو زندان مات کړی'


د طالبانو له بنده ازاد شوي بندیان
د طالبانو له بنده ازاد شوي بندیان

د افغانستان دفاع وزارت په نیمروز ولایت کې د طالبانو له زندان څخه د ۲۰ افغان امنیتي ځواکونو د خلاصولو خبر ورکړ.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن شنبه اپرېل۱۷(وري ۲۸) امریکا غږ ته وویل چې یاد افغان سرتیري تېره شپه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو زندان د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ازاد شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ازاد شوي افغان ځواکونه له څه وخت راپدېخوا د طالبانو سره بندیان وو.

امان وویل چې په ازاد شوو سرتیریو کې ۱۷ تنه ملي اردو او درې نور یې ملي پولیس دي.

د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال وویل: "د ملي اردو زړورو ځواکونو تیره شپه د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترهګرو طالبانو په یوه زندان چاڼیز عملیات ترسره کړل چې په پایله کې يې د ملي اردو ۱۷ تنه منسوبین او د ملی پولیسو ۳ تنه منسوبین له یاد زندانه خوشې کړي دي."

د فواد امان په وینا د دغه عملیاتو پرمهال د ملا بشیر په نوم د طالبانو د یو مشهور قوماندان په ګډون د دغه ډلې ۷ وسله وال هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په نیمروز ولایت کې د هغوی پر زندان د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان دفاع وزارت تیر کال په لوګر، هرات، بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې هم د طالبانو له زندانونو څخه د یو شمېر بندیانو د ازادولو خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG