د لاس رسي وړ اتصالات

دهراود ولسوالي بیرته له طالبانو ونیول شوه ـ دفاع وزارت


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونو د ارزګان ولایت دهراود ولسوالي بیرته له طالبانو څخه نیولې ده.

دفاع وزارت وايي چې د یادې ولسوالۍ مرکز یې بیرته له طالبانو څخه پاک کړی دی.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن جمعه ډسمبر څلورمه(لېندۍ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونو ځواکونو تازه د یادې ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره پراخ عملیات پيل کړي و چې په وینا یې طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

هغه زیاته کړه چې د یادو عملیاتو پرمهال ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

فواد امان همدارنګه وویل چې د دهراود ولسوالۍ تر بیرته نیولو وروسته افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوي ۳۰ کړۍ ماینونه خنثی کړي او د ماینونو جوړولو یوه کارخانه یې هم تخریب کړې ده.

دهراود ولسوالي شااوخوا درې اونۍ مخکې تر سختو جګړو وروسته د طالبانو لاسته ولوېده.دفاع وزارت ویلي چې یادې ولسوالۍ تر بیرته نیولو وروسته د ولسوالۍ په مرکز کې تازه دمه ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د دهراود ولسوالۍ تر سقوط وروسته د سیمې د خلکو لخوا د یادې ولسوالۍ دارالمعلمین هم چور شو، چې د خلکو پراخ غبرګونونه یې را وپارول.

په ۲۰ ولایتونو کې جګړه

دفاع وزارت له دې سره هم مهاله ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو په شااوخوا ۲۰ ولایتونو کې وسله وال فعالیتونه تر سره کړي دي.

فواد امان وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه دفع کړي او په ځینو ولایتونو کې د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د پکتیا مرکز ګردیز کې موټر بم برید درې تنه ووژل او ۱۹ تنه نور یې ټپیان کړل.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې..

XS
SM
MD
LG