د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د ارزګان د دهراود ولسوالۍ طالبانو نیولې؟


ارزګان ولایت
ارزګان ولایت

امنیتي سرچینې وايي چې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالي له سختو جګړو وروسته نن سهار سقوط شوې.

که څه هم ولایتي چارواکي د نوموړي ولسوالۍ د سقوط خبر نه تائیده وي خو وايي چې افغان ځواکونه لاهم د ولسوالۍ په مرکز کې دي.

د ارزګان د والي ویاند احمد شاه سایل نن جمعه نومبر۱۳ امریکاغږ اشنا ته وويل چې افغان ځواکونه لاهم د ولسوالۍ د تاسیساتو ساتنه کوي.

نوموړي زیاته کړه: په دهراود ولسوالۍ کې جګړه شدیده شوې خو ګډ افغان ځواکونه د ولسوالۍ په مرکز کې دي."

خو د ارزګان یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې د دهراود ولسوالۍ ټول دولتي تاسیسات د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي.

سرچیني زیاته کړه چې د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ په ودانیو کې په لوړه اندازه وسلې هم د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي.

سرچینې وویل:"د ولایت امنیه قوماندان جنرال خنجري او نور تازه دمه سرتیري چې د ولایت له مرکز څخه د دهراود ولسوالۍ د جګړې د مدیریت لپاره سیمه ته تللي وو د امهال د ملي پوځ په کنډک کې ځای پر ځای شوي چي موقعیت يې د ولسوالۍ له مرکز څخه په ۳ کيلو میتره فاصله کې دی خو یاد مرکز هم د وسله والو تر محاصره لاندي دی."

د ارزګان د ولایتي شورا مخکني رئیس او د دهراود ولسوالۍ اوسیدونکې امان الله هوتکي هم یادي ولسوالۍ د سقوط خبر تائید وي.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې:"د چارواکو د د نه پاملرنې له کبله د دهراود ولسوالي سقوط شوې."

دهراود ولسوالي دارزګان تر ټولو ګڼ مېشته او مهمه ولسوالي بلل کیږي چې د هلمند د کجکي برېښنا بند سره په ګاونډ کې پرته ده.

د نوموړي ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو له ډله ییزو بریدونو څخه یوه میاشت پوره شوه.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو بیا د طالبانو لخوا ددغې ولسوالۍ نیول کیدل رد کړي‌ دي.‌

خپله وسله والو طالبانو د دهراود ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG