د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه نښتې؛ دفاع وزارت د ۶۴ طالبانو د وژلو ادعا کړې


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په شپږو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتو کې د طالبانو ۶۴ جنګیالي وژل شوي او ۲۱ نور یې ټپیان شوي دي.

دغه نښې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې په ننګرهار، کندهار، ارزګان، هرات، هلمند او فاریاب کې ترسره شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت نن شنبه نومبر۲۸ (لیندۍ اتمه) په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې: "تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د طالبانو یو پټنځای په نښه کړی چې په نتیجه کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي‌دي."

د دفاع وزارت زیاتوي چې د طالبانو یو زندان هم په دې عملیاتو کې له منځه تللی دی.

د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ په نورو نښتو کې د وسله والو طالبانو ۸ جنګیالي ارزګان کې، ۱۱ هلمند، ۱۲ ننګرهار او ۷ تنه نور په کندز کې وژل شوي دي.

پر همدې حال د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي چې د فاریاب په خواجه سبز پوش او قیصار ولسوالیو کې د طالبانو ۱۱ جنګیالي وژل شوي دي.

په یادو نښتو کې افغان ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي، خو د دفاع وزارت په دې اړه معلومات نه ورکوي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG