د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د افغان ځواکونو د عکسونو نندارتون جوړ شو


په کابل کې د افغان ځواکونو د عکسونو نندارتون

په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کالیزې په ویاړ نن پنجشنبه (۲۷ جون) د افغان ځواکونو د عکسونو یو نندارتون جوړ شوی وو.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د افغان عکاسانو له سلګونو عکسونو څخه پنځو بهترینو عکسونو ته جایزې هم ورکړې.

د عکسونو دغه سیالي د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو ادارې جوړه کړې وه چې له سلګونو عکسونو څخه یې ۱۵۰ ښه عکسونه د نندارې لپاره ټاکلي و.

دغه نندارتون ته راغلي سرتیري د افغان ځواکونو د عکسونو په لیدو خوښ دي او وايي‌ دغه عکسونه دوی ته مورال ورکوي چې د وطن او خلکو په ساتنه کې لا ډېره خواري وکړي.

په لسګونو افغان امنیتي او دفاعي سرتیري، د هغه عکسونو نندارې ته راغلي، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغان ځواکونو د قربانیو او زړه ورتیا کیسې کوي.

د افغان پوځ لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري وايي هغه مسلک چې تاسو ټاکلی سپېڅلی مسلک دی، هغه یونیفورم چې تاسو اغوستی پاک دی. راځئ پر هغه لار چې روان یو، خپلو هغو سپېڅلو موخو ته د رسېدو لپاره چې د افغانستان د نوامیسو، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ده، ادامه ورکړو، زموږ خلک زموږ څخه د سولې او ارامۍ هیله لري.

د افغان عکاسانو په لاس اخیستل شوي عکسونه د درنو جګړو، او له خلکو سره د افغان ځواکونو د مرستې په زړه پورې شیبې ښيي. په دغه نندارتون کې د جایزې ګټونکی عکاس وايي د ښو عکسونو ستاینه به د عکاسۍ هنر لا وغوړوي، عارف کریمي د خپل عکس کیسه کوي.

یو افغان عکاس عارف کریمي وايي زما عکس په هرات کې د امریکا پر کونسلګرۍ د ځانمرګي د برید د ورځې دی، ځانمرګی شوی و، جګړه روانه وه، له بده مرغه دغه سرتېری له بریدکوونکو سره په جګړه کې زخمي شوی و، او نور سرتیري امبولانس ته د هغه د لیږد په حال کې وو چې روغتون ته یې یوسي.

په کابل کې د افغان ځواکونو د عکسونو نندارتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

د افغان سرتیرو د عکسونو د نندارتون مسئولان وايي چې دغه عکسونه به په ولایتونو کې هم نندارې ته وړاندې کړي تر څو امنیتي ځواکونه خبر شي چې د هغوی د قربانیو قدرداني د هیواد په هره برخه کې کیږي.

XS
SM
MD
LG