د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: د مرکزي بغلان ولسوالۍ له زیاتو سیمو څخه طالبان شړل شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولسوالۍ لس کلي بیرته له طالبانو څخه نیولي دي.

دفاع وزارت نن سې شنبه جون ۱۵ (غبرګولې ۲۵) دوولسم، پنځم، نهم، اتم سړکونه او سلام خېل، ناصریا، دوراني، ټانګ سوخته، چم قلعه، د میروس کور او اتقاف کلی هغه سیمې یادې کړي چې د تیرې شپې عملیاتو په ترڅ کې له طالبانو پاکې کړي دي.

افغان دفاعي چارواکو د دې ترڅنګ په دغه عملیاتو کې د شپږو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو او یو شمېر وسلو او مهماتو د له منځه وړلو خبر هم ورکړی دی.

په ورته مهال په شمال کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو هم ویلي چې د تیرې شپې د عملیاتو په ترڅ کې د صنعتي بغلان لار یې له مرکزي بغلان سره بیرته وصل کړې ده.

د دغه قول اردو چارواکو ویلي چې په یادو سیمو کې د طالبانو پر ضد عملیات اوس هم روان دي.

بلخوا د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت پر شیرین تګاب ولسوالۍ تیره شپه د طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل چې د یادې نښتې پرمهال ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

افغان امنیتي چارواکو په بغلان او فاریاب کې امنیتي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې پر مرکزي بغلان ولسوالۍ تر پراخو بریدونو وروسته د دغه ولسوالۍ یو شمېر سیمې لاندې کړې.

وسله والو طالبانو که څه هم په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د تیرې شپې جګړې په اړه تبصرنه ده کړې، خو د بغلان د پلخمري ولسوالۍ په بیرو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د یوې قرارګاه د نیولو د ادعا ترڅنګ د ۱۸ امنیتي منسوبینو د نیولو او یو شمېر نورو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG