د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ او بغلان کې د روژې په اوله شپه جګړې شوي


طالبانو په دغه جګړه کې د ۲ ټانکونو د ویجاړولو ادعا هم کړې ده
طالبانو په دغه جګړه کې د ۲ ټانکونو د ویجاړولو ادعا هم کړې ده

تېره شپه وسله والو طالبانو د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د سراسیاب په سیمه کې پر امنیتي پوستو برید کړی چې په کې افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ته تلفات اوښتي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسولینو نن سې شنبه اپرېل ۱۳ (وري ۲۴) ویلي چې د چمتال په جګړه کې دواړو خواو ته تلفات اوښتي، امنیتي منسوبین په دغه جګړه کې د ۷ تنو وسله والو طالبانو د وژل کیدو او ۴ تنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په جګړه کې د ملا معاذ په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان هم وژل شوی دی.

په دغه جګړه کې د ۵ افغان سرتیرو د وژل کیدو او ۲ نورو د ټپي کیدو خبر د نظامي مسولینو له خوا تائید شوی دی.

وسله وال طالبان په چمتال کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو په برید کې د ۱۵ تنو د وژل کیدو یادونه کوي، خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو منسوبین د وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

له بلې خوا د بغلان ولایت دهنه غوري د دایمیرک په سیمه کې پر امنیتي پوستو په برید کې افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ته تلفات اوښتي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې په دغه جګړه کې ۸ افغان سرتیري وژل شوي دي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت مرستیال والي ذبیح الله احساس په جګړه کې دواړو خواو ته د تلفاتو د اوښتو یادونه کوي او وايي په جګړه کې د ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په همدغه شمیر ټپیان هم دي.

هغه وايي چې د امنیتي ځواکونو ۴ تنه سرتیري هم په دغه پېښه کې وژل شوي دي.

خو وسله وال طالبان د بغلان په دهنه غوري سیمه کې د ۱۰ تنو افغان سرتیرو د وژل کیدو او ۹ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی. طالبان په دغه جګړه کې د ۲ ټانکونو د ویجاړولو ادعا هم کوي.

همدارنګه د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان د نړیدو له امله د ۵ تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د بغلان مرستیال والي ذبیح الله احساس وايي چې د چینارک په کان کې چې په غیر مسلکي ډول استخراج کیږي د سیمې د خلکو له خولې چې پنځه تنه د کان په داخل کې وو، خو هغه وايي چې تر اوسه یې د ۲ تنو جسدونه له کان څخه ویستلي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG