د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان زیباک ولسوالي طالبانو نیولې


د افغانستان د لېرې پروت ولایت بدخشان نقشه
د افغانستان د لېرې پروت ولایت بدخشان نقشه

د بدخشان زیباک ولسوالي طالبانو نیولې، خو چارواکي وايي چې د ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې لا هم جګړه جریان لري.

د جمعه په سهار اوه بجې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د بدخشان د زیباک ولسوالۍ پر مرکز حمله وکړه. چارواکي وايي چې لا هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د بدخشان مرستیال والي ډاکتر ګل محمد بیدار امریکاغږ ته وویل چې د هوا د خرابوالي له امله دوي زیباک ته له مرکز څخه تازه دم قواوې نه شي رسولی او پیاده لارې هم د واورو له امله بندې دي، نو طالبانو له فرصت څخه په ګټه پر زیباک برید کړی او جګړه ددغې ولسوالۍ بازار ته نزدې سیمه کې جریان لري.

ښاغلي بیدار وایي د تلفاتو په اړه سمدستي معلومات نشته او زیاتوي چې "که مخالفین د پرمختګ دعوه کوي د دوي دعوه غلطه ده او جګړه د ولسوالۍ په یو کیلومتر فاصله کې جریان لري".

له دې وړاندې هم طالبانو پر زیباک برید کړی و چې په شا تمبول شوي و. دا ولسوالي له وردوج سره سرحد لري او وردوج له تیرو دوه کالو راپدیخوا د دولت د مخالفو وسله والو تر تسلط لاندې ده.

د بدخشان د امنیت امر محمد نبي بیان چې د زیباک د جګړې چارې سمبالوي د پیښې په اړه یې تر اوسه مطبوعاتو ته څه ندي ویلي.

د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندان شیرعزیز کامه وال لا هم د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د امنیتي چارو په سمبالښت مصروف دي او له زیباک څخه معلومات نه لري.

خو د زیباک ولسوالي اوسیدونکی عبدالرسول وايي چې زیباک ولسوالي د جمعې د ورځې تقریبا دوه بجې سقوط وکړ او په ولسوالۍ کې د طالبانو وسله وال ګزمې کوي او د هغه په وینا په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ځینې تجهیزات وسله والو طالبانو ته پاتي دي.

د بدخشان یوې موثقې سرچینې د زیباک ولسوالۍ سقوط تایید کړی، او ویلي یې دي چې دغې ولسوالۍ د افغان ځواکونو د همغږۍ د نشتوالي له امله سقوط کړی.

دغې سرچینې وویل چې په ولسوالۍ کې د دفاع په خاطرافغان ځواکونو جګړه نه ده کړې او یوازې سیمه ییزو پاڅون کوونکیو مقاومت کړی چې ۳ تنه یې وژل شوي او ۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي. دغه سرچینه وايي چې افغان ځواکونه د اشکاشم ولسوالۍ په طرف شاته شوي دي.

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د زیباک ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG