د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: د غزني جغتو ولسوالي بېرته له طالبانو ونیول شوه


دغه ولسوالي له تېرو دوو کلونو د طالبانو کنټرول کې وه
دغه ولسوالي له تېرو دوو کلونو د طالبانو کنټرول کې وه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ یې تر دوو کلونو وروسته بېرته له طالبانو څخه ونیوله.

دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۲۲مه «وږې ۳۱مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د یادې ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف د تېرې جمعې په شپې راپدېخوا ځمکني او هوايي، عملیات پيل شوي و، چې تېره شپه د افغان ځواکونو لخوا ونیوله شوه.

بیان وايي، چې د جغتو ولسوالۍ په نیولو سره د مالستان، جاغوري، اجرستان او ناور ولسوالۍ هم له مرکز غزني سره وصل شوې.

پر همدې مهال د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د رشیدان ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف یې هم عملیات پيل کړي دي او وايي، چې طالبان یې د دغه ولسوالۍ له زیاتو سیمو څخه پر شا تمبولي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د یکشنبې په ورځ د «وږې پر۳۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې د دغه ولسوالۍ د بشپړه نیولو عملیات روان دي.

هغه وویل:"د دغه ولسوالۍ د خوندیتوب او د پروژو د عملي کولو لپاره په کافي اندازه امنیتي ځواک برابر شوی دی."

د غزني چارواکي وايي، په یادو عملیاتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو طالبانو تر دا مهاله د دغه دواړو پېښو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG