د لاس رسي وړ اتصالات

غزنې کې د ګواښونو له امله 'سما' خصوصي راډیو تړل شوې


د راډیو مشران وايي طالبانو ورته ګواښ کړی خو طالبان یې نه مني
د راډیو مشران وايي طالبانو ورته ګواښ کړی خو طالبان یې نه مني

په غزني ولایت کې د «سما» په نوم د یوې خصوصي راډیو مسؤلین وايي، د طالبانو د ګواښونو له امله یې خپل نشرات بند کړي دي.

د دغه راډیو مدیر مسؤل امیدالله عظیمي د دوشنبې په ورځ د «چنګاښ پر۲۴مه» امریکا غږ ته وویل، چې د شااوخوا یو کال راپدېخوا د طالبانو له ادرسه د ځینو خبرونو د محتوا، مالیې اخیستلو او په دغه راډیو کې د ښځینه کار کوونکو په اړه ورته ټلیفوني ګواښونه کېدل.

نوموړي وايي، روانه اونۍ یې د طالبانو له ادرسه داسې یو مکتوب تر لاسه کړی چې د راډیو د نه بندېدو په صورت کې پکې ورته د مرګ ګواښ شوی دی.

هغه وویل، د یاد ګواښ له امله یې سر له تېرې شپې تر نامعلومې نیټې د خپلې راډیو خپرونې بندې کړي دي:"د دغه ګواښ په اړه کوم مکتوب چې موږ تر لاسه کړی، هغه مو له ملي امنیت سره شریک کړی، ملي امنیت موږ ته ویلي چې دا کار د طالبانو دی."

پر همدې مهال په غزني کې د ژورنالیستانو د خوندیتوب د کمېټې مشر جمیل وقار وايي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورته ویلي چې په دې کار کې دوی لاس نه لري.

هغه وویل:"موږ په دې اړه څومره له طالبانو سره خبرې کړي دي، له نورو اړخونو سره مو خبرې کړي دي، هغوی مطلق داشی ردوي، موږ ټول په دې باره کې لګیا یو چې د ورځې تر اخیره پوري اصلي قضیه معلومه کړو."

که څه هم طالبان په دغه مسئله کې خپل لاس لرل ردوي، خو دغه ډلې روانه میاشت یو شمېر رسنیو ته خبرداری ورکړ که چیري د دوی پر ضد د اعلاناتو له خپرولو څخه ډډه ونه وکړي هدف به یې وګرځوي.

سما خصوصي راډیو چې ۹ نارینه او ۳ ښځینه خبریالانې پکې کار کوي له شاوخوا ۱۳ کلونو راپدېخوا په غزني ښار کې فعالیت کوي.

د دغه راډیو مسؤلین ادعا کوي چې، تېر کال پر غزني ښار د طالبانو د حملې پرمهال هم د دغه راډیو ګڼ شمېر وسایل د طالبانو لخوا مات شوي و.

دغه راډیو پر داسې مهال خپل فعالیت بندوي چې په یوه تازه پېښه کې وړمه ورځ په پکتیا کې د صدای ګردیز په نوم د یوې خصوصي راډیو خبریال د ناڅرګندو کسانو لخوا ووژل شو.

د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ یا نی د معلوماتو له‌مخې د روان میلادي کال د پیل څخه تر دا مهاله په افغانستان کې ۸ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG