د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د لویو لارو خلاصولو عملیات پيل شوي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د هلمند سیمه ییز مقامات وايي د لښکرګاه – کندهار او هلمند – هرات د لويې لارې د پرانیستل کیدو عملیات پيل شوي.

د لښکرګاه – کندهار لویه لار چي په ۶۰۱ نمبر شهرا باندي هم یادیږي له تیرو ۲ میاشتو راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې او ګڼ پلونه او پلچکونه يې تخریب شوي دي.

دغه راز د کندهار – هرات لویه لار د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن جمعه ډسمبر څلورمه( لېندۍ۱۴) امریکاغږ اشنا ته وويل چې د یادو لویو لارو د بیرته پرانیستل کیدو پوځي عملیات تيره ورځ پيل شوي او تر دامهال مهال پوري ۲۵ کیلو متره ګډو افغان ځواکونو وړاندي تګ کړی.

نوموړي زیاته کړه چې ګډ افغان ځواکونه د امهال د لښکرګاه – کندهار د لويې لاري د پرانستل کیدو په عملیاتو باندي بوخت دي چې ورسره پر یوه وخت د نړیدلو پلچکونو د رغېدو کار هم پيل شوی.

هغه وويل:"د عامو خلګو پر مخ د لویو لارو د پرانیستل کیدو پوځي عملیات تیره ورځ پیل شوي لکه څنګه چې تاسي خبریاست د وسله والو مخالفینو له لوري لومړی درجه شهرا او ۶۰۱ نمبر شهرا د عامو خلګو پرمخ تړل شوي موږ يې د بیرته پرانیستل کیدو په عملیاتو کې ۲۵ کیلو میتره پرمختګ کړی او ژر به یاده لار د تګ راتګ لپاره چمتو شي خو وسله والو په ماینونو باندي د لاري ټول پلونه او پلچکونه تخریب کړي چي موږ يې د ترمیم کار هم له دې پوځي عملیاتو سره پر یوه وخت پیل کړی."

د لښکرګاه – کندهار ترمنځ پر لویه لار تلونکي مسافر وايي چې د ۲ ساعتونو سفر يې ۶ ساعتونو ته لوړ شوی او اړ دي چې د وسله والو طالبانو له لوري پر ټاکل شوې خامه لار باندې تګ راتګ وکړي.

د لښکرګاه ښار اوسیدونکي علي احمد امریکا غږ ته وويل چې ولسي خلګ پر یاده لار په ډيرو ستونزو تګ راتګ کوي او تر څنګ يې په لښکرګاه ښار کې د لومړنیو خوراکي توکو بيې هم ډيري لوړي شوي.

ده وويل:"دې لارې بېخي ډيري ستونزي جوړي کړي مریض نشو رسولای نرخونه لوړ شوي او چي څوک د مجبوری له کبله کندهار ته ځي په شپږو ساعتونو نشي رسیدلای هیڅ لوری باید عام خلګ له دونه مشکلاتو سره مخ نکړي."

د لښکرګاه – کندهار لویه لار ۱۳۰ کیلو میتره اوږد والی لری دغه راز د کندهار – هرات لویه لار هم د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ څخه تېره شوې.

دوې میاشتي وړاندي پر لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو د ډله ییزو بریدونو سره پر یوه وخت یادې لارې هم د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شوې.

خپله وسله والو طالبانو د هلمند د لویو لارو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG